غزل

2020-09-21

هغې تـه ووايـــــه چې نـــوره يارانه نه کيږي
زمــا او ستا ترمنځ جانــــانه ګوزاره نه کيږي

د مينې زور وو نــو شوخې ځکه ومې کــــړله
داسې کـــارونه بـــــه جانانه دوباره نــه کيږي

د خلکو مخکې مې ګلاب درکړو ونه پوهيدي
د محبت اظهار د دې نــــــور ښکاره نــه کيږي

ځينې خبري شته نصرته چې نږدي نــه وشي
ځينې خبري خو قربان په ايشاره نــــه کيږي