غزل

2020-09-21

که درنـــه سل ځـــــله قربان شمه نو څه به وشي؟
يا چرتـــه زه د چـــــا جانان شمه نو څه به وشي؟

که چرتـــــه ته زمـــا پشانې شې نـو څه به وشي؟
يـا چـرتـــــه زه دا ستا پشان شمه نو څه به وشي؟

اوس کــــه غـــريــــب يمه فقير يمه نو يمه صيبه!
د دې نه روسته چې زه خان شمه نو څه به وشي؟

نصــــرتـــــــه دا خبره هر وختې مې زړه له راځي!
که چـــرتـــــه تا باندې تاوان شمه نو څه به وشي؟