غزل

2020-09-21

نـــــور د يــــــارانې خبــــــري نه کوم
بس د ميـــــکدې خبـــــري نـــــه کوم

تــــه رانــــه د هغــــې مينه هيره کړه
زه بــــــه د هغې خبــــــري نــــه کوم

اوس راباندې لوى واړه پوه شوي دي
تاسره د شپې خبــــــــري نــــــه کوم

زه پـــــه خوله ګونګى تاسره ښه يـمه
مـــــــه کــــــوه ښيرې خبري نه کـوم

ته د ليوني نصــــــرت نـــــه غلى شه
زه بـــــــه تـــــا پسې خبــري نه کـوم