له اظطرابه تر ارامه، زه به څنګه شمه؟
د یوې خامې خولې سلامه، زه به څنګه شمه؟
په ما کانې وشوې د مړه جرأت جسده قربان
د دې ګهړۍ تر اختتامه زه به څنګه شمه؟
خلک زما په ډکو سترګو کې پرتو چغو ته
نه ګوري نه ګوري ناکامه، زه به څنګه شمه؟
زما د تندې دا شدت خو راشه تول که کنه
د رواج ویرې او الزامه! زه به څنګه شمه؟
د خپل ټټر له اورلن تاوه مې پناه راوړې
خمار وژلی یم ماښامه! زه به څنګه شمه؟
د وزرونو محرومیته عیار ونړیده
درد مې وتلی دی له رامه، زه به څنګه شمه؟