غزل

2020-09-21

وجوده تېر له اورلن تاوه شه او اور واخله
زما د تندې لېونیه رقصه زور واخله

د یوو بنده حاله د زغم له احاطې ووتې
راځه خالي لاسه تراخه زهر په پور واخله

موږ ته احساس د سلطنت راکه زمونږ په عشق کې
دنیا! زمونږه د الفت قیصه په شور واخله

ماته څو پاڼې د ریحان راکه بد حاله یمه
ماته نامه د هغې ښکلې په پېغور واخله

عیاره دا زما د ژوند د ترجمې پاڼې دي
دلته د وچو پاڼو خواکې مې انځور واخله