غزل

2020-09-21

بې له اوبو وچیږي مه ځه، دماهي څرمنه
له ما به واړوي دا تنګه زنده ګي څرمنه

یاره نو زه به ستا له ذکره فکره ولې اوړم
خدای ج در اغوستې د ریحان د خوشبویي څرمنه

ملایکو پکې ضرور ده اغېږلې لمبه
ستا د لمرین وجود حصه د اننګي څرمنه

خدایه ته نور له دې بدرنګ غربته ساه وباسې
ستوماني وچه کړه، ته ګوره په لالي څرمنه

اووف! د پردي ښار د اسمان لاندې مې ساه ډوبه ده
ماته سګریټ راکړئ او بل د موسیقي څرمنه

ماته عیاره یاره یو دي که باور دې راځي
یوه دا ستا بله زما د مېخکي څرمنه