په سينه کې مې د درد دنڅا شوره
ټول عالم رانه خبريږي دا څه کيږي
ته او خداى دا نو انصاف دى سترګورې ؟
په ما کومې چارې کيږي دا څه کيږي
په مرۍ کې يې سلګۍ قطار پرتې دي
يو سړى دى بد نړيږي دا څه کيږي
زندګي ستا کيسې ټولې چړې خېزې
زخم ، زخم ترې سازيږي دا څه کيږي
د ريحان د خوشبويي مئينه ومرې
زندګي درنه څڅيږي دا څه کيږي
ستا په نه بهانه شاته کاته څه وي ؟
سمه مينه ترې ټوکيږي دا څه کيږي
ته مې سترګو ته ځير وګوره عياره
وايه څوک پکې بليږي ؟ دا څه ګيږي