اخ، پرې دې کړم په ړنګ وجود عذابه زوروره
ماښام دی له خودۍ ځمه جنابه زوروره
زه ستا د مریدۍ چاته څه نه وایمه، مګر
خو ما په ځان مئین نه کړې "خرابه" زوروره
زه څه یم د روانو اوبو مخ ته خلی خس یم
ته غر یې، ته اسمان یې، ته، دریابه زوروره
ځه، شکر چې هیڅ چاته بې زبانه پاتې نه دي
چې تا کې اوسېدلي څوک کتابه زوروره
تا درد نه سترګې وویستې زه ورک شوم ترې منم دې
یه بنګه، یه خوږه خانه خرابه زوروره
عیار د خوف له خوفه په ځان څه کانې و نکړې
عیار له غېږې لر کړه اضطرابه زوروره