داسړی څوک دی د ساکتې شېبې غېږ کې ناست دی ؟
دا سړی څوک دی دا چې سر په زنګانه ښکاري ؟
دغه تصویر ته مې کرۍ شپه په ژړا تېره کړه
په اننګو روانو اوښکو کې رانجه ښکاري
خوشې صحرا ده بنی ادم پسې مې سترګې وځي
هغه دی شکر یو سړی شته دی په غره ښکاري
د قام وګړو کې مې ویښ او بیناء خلک هم شته
ځینې صاحبه که غلط نه یم ړانده ښکاري
ته رانژدې شه، اخ توبه خدایه دا خوله ده که اور
ته صبر صبر ستا په سترګه کې وېښته ښکاري
ښه، په کافي فاصله هم سړی لمبه سوځوي ؟
زه دلته سوځم، هلته اور په دېواله ښکاري
کاش،مخامخ شو چرته زه او ستا د لید هنداره
چې دا برباد عیار به ستا په نظر څه ښکاري؟