غزل

2020-09-21

په خامه خوله دا د اوږدو ورځو روژې سړیه
تګ دې نصیب شه د ریان د دروازې سړیه

د تناره له غاړې ناست یو خوشبو مه بادوه
ازار دې واخیسته د ټولې ښاریې سړیه

په ناپدید دوزخ کې نور د اوسېدو نه یمه
ما څوک بهر کړئ د خپل ځان له دایرې سړیه

د ټوپک ټسه د خوږې خندا د کړس قاتله
بدرنګه ماتې دې کړې څه دنګې شملې سړیه

ژوند څه دی، درد دی آذیت دی د عذاب غېږه ده
زه ترې په خدای یمه ارې، ارې، ارې، سړیه

دا منظر څنګه دی، خوشحاله یې کنه ووایه ؟
زما د غرقې بربادۍ د تماشې سړیه

پرېده چې ډوب شم په اوبو د ننه اور واخلمه
ماته لاس رانکړې د سیند دکنارې سړیه

پېغله غرمه، روژه، زه غرقې تندې وړی یمه
عیاره پرې یو، د خام حسن په چړې سړیه