مرۍ به مې په خپل څادر تړمه ضرورته
بدرنګه، عذاب پوشه، بل رقمه ضرورته
له درده په زړه لاس وړمه، توده نڅاګري ده
راوپاشه ډمتوب دې په ما ډمه ضرورته
زما د ستړي شوي سکوت سپکه انډيواله
زما د ژوند د هرې ساه ماتمه ضرورته
د زهرو د درد تاب مې په آره وجود کې نشته
زه ژوند کوم، ما پرېږدوه لړمه ضرورته
د خپل سکوت د شور په ماښامونو کې ورېږم
د وسپنې نينې په غاښ چيچمه ضرورته
زما د پرهرونو د تڼاکو اورلن تاوه!
ازغي، ازغي دې هره شېبه خورمه ضرورته