غزل

2020-09-21

خدای منې که بله څه چاره راسره پاتې ده
ژوند ته د ترخو زهرو نشه راسره پاتې ده

نور مې رانه خپل غربت د هر چا زړه بد کړی دی
شکر محبته، ستا رشته راسره پاتې ده

درد به په ما ډېرې کانې کړې وای خو، دا ښه ده
پیره تله راتله دي ميكده راسره پاتې ده

ژوند ته مې صاحبه زړه تنګ شوی دی،تنګ شوی بس
لار که شته ناصیحه، دا یوه راسره پاتې ده

ښه ده ګني اوس به خپل سکوت ته خود کې نه ومه
ښه ده، ستا د مات بنګړي ټوټه راسره پاتې ده

اوس عیاره یاره که دې ولیدمه داسې یم
ته وا که د ژوند مې یوه شپه راسره پاتې ده