غزل

2020-09-21

دوه مسافرې لېونۍ سترګې به
د بیلتانه، له درده بیا وژاړي

یو څړیکه، څړیکه خود ازاره به نن
د ژوندانه، له درده بیا وژاړي

اخ، د اختر د شپې بدرنګ عذابه
یار به کانه؟ له درده بیا وژاړي

ترخه سګریټ څو تصویرونو ته به
جار، لکه زه، له درده بیا وژاړي

د سیند په غاړه به په سوې سینه
خیرن وېښته، له درده بیا وژاړي

د کمتریو د احساس په حصار
عیار به ښه، له درده بیا وژاړي