له ښاغلي همت الله امين زى سره مرکه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • معصومه مینه
  • 1311


 مرکه: معصومه مینه
همت الله (امين زى) په ١٣٦٥ لمريزکال کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک نومې درې دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په نوموړې سيمه کې دشهيدقاضي ګل محمدپه منځنۍ ښونځي اودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٢لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دودانولودپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې محصل دى.
ښاغلى امين زى دافغانستان ژورنالېستانودملي ټولنې دبهرنيواړيکومرستيال او دټولنې وياند،همداشان ددې ټولنې دخپرونو ژورناليست اونېزې، سباوون،سحرګاهان اودښځودځانګړې مجلې دکتنې هيئت غړى اوپښتواديتورهمداشان دڅارنوال اونيزې پښتواديتور پاتې شوى دى. همت الله امين زى دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشراودمڼې مجلې مسوول چلوونکى دى.
دهمت الله امين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو،ورځپاڼو، همداشان راديواوتلوېزيون اوځينووېبپاڼو له لارې يې شعرونه اونورې ليکنې خپرې شوې دي.
که څه هم دمطبوعاتواوژورناليزم په برخه کې يې حرفوي اومسلکي زده کړې نه دي کړې خو په دې برخه کې يې په ډيرو روزنيزپروګرامو کې ګډون کړي او دژورناليزم شپږمياشتني،څلورمياشتني،درې مياشتني،يومياشيني،اوپه لسګونواونيزوښوونيزو کورسونوڅخه تصديق ليکونه اخيستې دي. همداشان امين زى همداوس مهال په راديوتلوېزيون کې دتعليمي اوتربيتي راديويي پروګرامونوويانددي.
ښاغلي امين زى دميدان وردګوولايت دولايت له مقام،دولايتي شورا،ددغه ولايت دځينونوروادارو،دافغانستان دژورناليستانودملي ټولنې،دافغانستان دسولي دټولني اودخپلي کاري ادارې له خوا تقديرنامي اوستاينليکونه ترلاسه کړې دي.
د (مينه)  www.aminzay.blogfa.com   ترسرليک لاندې ټولنيزادبي (داخونوبياستادخولې خبرې دي.) وېبلاک لري چې اکثراً خپلې ادبي ليکنې پکې خپروي چې ځانګړي لوستونکي اومينه وال لري.
ښاغلى امين زى له شعر او ليکوالۍ سره خورامينه لري چې ډيرې ليکنې يې کړې دي. په خپله مسلکي برخه انجينري،ډيرې اسلامي ليکنې،دورځې سياسي ليکنې،سيميزکلتور،ادبيات،ځوانان،ښځې دټولنې يوبرخه،دمطبوعاتوپه بېلابېلوبرخوخبرليکنې په برخه کې،رپوټ ليکلوډولونه،سرليکنه اوچاپي خپرونې،وياندويي يانطاقي،راديويي تعليمي پروګرامونه، دمطبوعاتوپه برخه کې دمجلوپيدايښت،دسيمې دتاريخ اومخورو په هکله اوپه ډيري نوروبرخوکې يې په پښتواودري ژبه ډيرې ليکنې کړي دي.
ښاغلى امين زى له ځوانوشاعرانوڅخه دي چې يوسلوشلو ډېر غزلونه څوټوټې آزادنظمونه،اوله پنځوسوډېرې ځلوريځې ليکلې دي.
ورپاس دسرپه سرشمله اوچته ښه ښکاري
دمشردبابامې لونګۍ غټه ښه ښکاري
دمينې په کتارکې مادمينې مډال وړى
ځلمى خوګلالى وي ځواني چټه ښه ښکاري
داهم دښاغلي امين زى دشعرونويوه بېلګه:

تعبير
ستاښايست ته به بل جوړکړي تاج محل څوک
تاته نه رسي هررنګ که کړي کاکل څوک
په تعبيرکې مې تصويرتاوشي راتاوشي
تصويرستاده نشته بل هسې پاګل څوک
عدالت درځينې ورک ده هېڅ انصاف درلره نشته
زړه دې يخ شوچې په اورکې سوځيدل څوک
حقيقت هيڅ چيرې نشته دې نړۍ کې
چې زه نه واى به ستاحسن زورول څوک
دوصال شيبه آخرشته له ماواوره
داسې نه کېږي چې وي به جداتل څوک
چې رشادله دنيالاړه پښتون خوارشو
دپښتوخدمت به وکړي په کابل څوک
چې سهاروه بجې کينې ورځ بېګاه کړى
جوړبه نه کړي (امين زى) داسې غزل څوک

پوښتنه :- له کله نه دميدان ځوانانوټولنيزه،ادبي اوکلتوري ټولنه جوړه شوې ده؟
ځواب :- دميدان  فرهنګپالوځوانانو،محصلينو،متعلمينو، ځوانانواوتنکيوځوانانومټې راونغښتې اوملت ته دخدمت اودسيمې دکلتوراوتاريخ دژوندي ساتلوپه خاطرسره راټول اودکارداغيزمنتوب لپاره (دميدان ځوانانوپه ټولنيزه،ادبي اوکلتوري ټولنه) کې سره يوموټى شول اوپه لومړي ګام کې يې په سيمه کې دموجوده ستونزو،ناخوالو،نابرابريودعواملود راسپړلو، څيړلواوپرهغوي باندې دبرلاسي کولوپه منظورخپل نظرونه سره شريک اودټولنې لپاره يې دنشراتي ارګان (دميدان ځوانان) ډبره کېښوده، چې دخپرولولرۍ يې دوام لري.همداشان دميدان ځوانانوټولنيزه ادبي اوکلتوري ټولنه د ١٣٨٣  هـ ش کال په وروستيودکب (حوت) په مياشت کې له جوړېدووروسته دټولنې تګلاره دټولنې داجرائيه شورادغړيوله خواجوړه اوتصويب شوه.د ٣\\٤\\ ١٣٨٤ هـ ش کال دټولنې دموسسينوپه ډول د ١١  تنودټولنې دغړيوسوانې ،دتذکروفوتوکاپې ، واخيستل شوې اوپه عوض کې ورته دټولي دموسس ( اوداجرائيه شورادغري پېژندکارت ورکړل شو.د  ١٣٨٤ هـ ش کال په اوږدوکې داطلاعات کلتوراوګرځندوي له وزارت څخه دټولنې دکاراوفعاليت اودټولنې له خوادخپريدونکى ارګان لپاره درسمي جوازاخيستل اودټولني جوازليک واخيستل شواوټولنې په سيمه دکارکول پيل کړل..
پوښتنه :- دميدان ځوانانودټولنيزي،ادبي اوکلتوري ټولنه دکوموموخودترسره کولولپاره جوړه شوې ده؟
ځواب :-  دميدان ځوانانوټولنيزه،ادبى اوکلتوري ټولنه،يوه ټولنيزه، خپلواکه اوناپېيلې ټولنه ده چي دملى کلتوردساتلواوهغه ته دودې ورکولو،دځوانانوترمنځ دمتقابل تفاهم رامنځ ته کول اودتاوتــــريخوالي له منځه وړل، زده کړي ته دځوانانواوتنکيوځوانانوهڅول اودهغوي د ښوونې اوروزنې ته دلارې دآوارولوکې هلې ځلي کول،په ملي اواسلامي روحيه دځوانانوروزل،دسولي،ملي پخلاينې اودځوانانوترمنځ دملي يوالي اوپيوستون دروحيې رامنځ ته کول اوهغې ته وده ورکول اودنفاق اوځان ځاني له منځه وړل اودهغوي ترمنځ دورورولي،متقابلي همکاري،دبي وزلوسره دمرستې اولاس نيونې،عاطفي،صله رحمي اويوبل ته ددرناوي روحيې پيداکول،دکلتوري هڅوملاتړاوهغوي ته وده ورکول،سالمواقتصادي فعاليتونوته دځوانانوهڅول اوهغوي ته دداسې زمينوبرابرولوکې چې له مخې يې دبيکاري سطحه راټيټه اوپه پاي کې له منځه ولاړه شي هلي ځلي کول اودولسي کلتوري معرفي اودنورو ولايتونو دځوانانوسره ددوستانه کلتوري اړېکوټينګول دي.
پوښتنه :- کوم څوک کولاي شي ددې ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي؟
ځواب :- دهيوادهغه ځوانان اوتنکي ځوانان (نجونې اوهلکان ) چې دټولنې  تګلاره ومنى اوپه عملي کيدوکي يې هلې ځلې وکړي ددغې ټولنې غړيتوب ترلاسه کولي شي.ټولنې هرغړى دټولنې په ورځنيوچاروکې دفعاله ونډه واخلى دټولنې غړي بايددښواخلاقواوکړووړوبيلګه وي.
پوښتنه :- دميدان ځوانانودټولنې مالې چاري له کومې لارې سمباليږي؟
ځواب :- دميدان ځوانانوټولنيزه،ادبي اوکلتوري ټولنه،يوه ټولنيزه، خپلواکه اوناپېيلې ټولنه ده چې دشمول اوغړيتوب حق ،دټولنې سره دفرهنګپالوشخصيتونوبې غرضه اوبلاعوضه مالې مرستې،دملي شخصيتونو، ملي تجارانو،ســازمانــــــــونو، خصوصي اودولتي موسسوبې غرضه اوبلاعوضه مالي مرستې،دټولنې دخپرونواودامکان په صـــــورت کي دټولنې له خوادځانګړيوچارودسرته رسولوله لاري دترلاسه شوې حق الزحمې عوايداوترڅنګ يې دټولنې دغړيونږدې همکاري البته دتوان په اندازه.
پوښتنه :- تراوسه پورې دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې کوم کارونه په سيمه کې ترسره کړي دى؟
ځواب :- دميدان ځوانانوټولنيزه،ادبي اوکلتوري ټولنه داسلامي اصولوپه رڼاکې ځوانانوته دسالمومصروفيتونوپيداکول، دهغوى داستعدادونوروزل اودهغوى دپرمختګ اوپه ټولنه کې دکاراودخدمت کولودزمينې برابرول،دسمتي،ژبنى اودتعصب دنوروډولونواودټولنيز تاوتريخوالي له منځه وړل خپله اصلي دنده بولى. دميدان ځوانان په نامه يوه خپرونه لروچې دخپرونولړي يې دوام لري.اوهمدارنګه دځينونوروفرهنګې اوښوونيزومرکزونوله مسولينو،دځينوخپرونوله مسولوچلوونکوسره مودچارودښه سمون په هکله ليدنه کتنه کړي اودمتقابلې همکاري لاره مويوه کړې ده. په سيمه کې مود١٣٨٤ او  ١٣٨٥  هـ ش کال دمنې موسم په وروستيوکې دميدان وردګوولايت اړونددځينوليسودولسموټولګيوله فارغانواوپه مجموع کې دميدان وردګوله ولايت څخه ددغه کال دکانکوردآزموينې له ګډون کوونکوڅخه دکانکوردآزموينې سره دآشنايې په خاطردکانکورآزمايښتى آزموينه واخيستله اودکانکوردآزموينې دترتيب مووروښود. له هغه وروسته دآزموينې نتايج مووکتل اوارزيابې کړل اوبيرته موپه نوموړيوښوونځيوکې هغه اعلان کړل.چې په دې اوږدوکې دميدان وردګوولايت دولايت دمقام اوځينونورومسولينوله لوري ستاينليکونه اودټولنې دښه کاراوفعاليت په اړوندتقديراوتحسين نامې اخيستې دي. دميدان ځوانانوټولنيزه،ادبي اوکلتوري ټولنه خپلوموخوته درسيدوپه لارکې دډيروستونزوسره لاس اوګريوان ده، خوباورلروچې دڅېښتن تعالي په مرسته دسيمې دمتنفذينواودستاسوځوانانوپه هراړخيزملاتړبه په ستونزوبرلاسي اوناخوالې به له منځه يوسو.
بوښتنه :-  دوروستى پوښتنې په توګه ځوانانوته که څه پيام ولري؟
ځواب :- دوروستيودريولسيزوپيښوکي دځوانانودنااګاهانه ګډون تجربه دهيوادپه ټولنيز- سياسي ژوندکې دځوانانوداګاهانه برخي اخيستنې ارزښت په ډېروضاحت سره په ګوته کوي .زموږ په اندپه اوسني وخت کي به دځوانانولپاره داخبره ډيرارزښت ولري چې پوه شي ټولنه اوولس ددوي څخه دجوړونکي اوخوځنده عامل په څيرڅه هيلي لري ؟ داخبره په دي خاطرهم ډيرارزښت لري چي اوس خلک له دوي څخه دسولي اوامنيت دراوستلواوهوسنا ټولني دجوړولوهيله لري .دولت هم په داسي حال کي چي دځوانانوپه اړه خبري کوي خوعملا په دي هکله څه نه تر سترګوکيږي. ځوانان هغه يواځني ځواک دي چي که سم ګام واخلي اودخلکو باور ترلاسه کړي  ښايي وکولاي شي چي ټولنه د بحراني حالت څخه وژغوري اويا هم لږ تر لږه اوسني فشارونه کم کړي.خو دهيواد ځوان نسل څرنګه کولاي شي دغه موخي ترلاسه کړي.دا ډيره ګرانه پوښتنه اوځواب يي ترهغه لا سخت دي.خوزموږپه اندددې خبرې اسانه لا ر دزده کړي ، ښوونې اوروزنې لارده .ځوانان بايددخپلوامکاناتو څخه اعظمي ګټه واخلي ، په خپله زده کړه وکړي اوخپلو همزولو ته يې وروه ښئي اوزده کړې ته يې وهڅوي.خپل دردونه سره شريک اودعلاج لا ره يې ولټوي،لاس ترزنې کښيناستل ددردونو اوکړاونودله منځه وړلولارنه بلکې دهغوي دزياتيدلولامل دي.
- ښاغلى همت الله (امين زى) دميدان ځوانانودټولنېزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشرداچې زمونږپوښتنې موځواب کړې يوه نړۍ مننه ؟
- له تاسونه هم مننه