- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- پوهنمل مومنه درانۍ
- 1433
کورنۍ: پوهنیار سیداصغر هاشمي د الحاج پوهنمل سید رحمن هاشمي زوی او د معلم سیدعبدالمنان هاشمي لمسی دی.اصغر متحل دی، دوه زامن او یوه لور لري. شپږ ورونه او دوه خویندې لري چې اکثره یې د عالي تحصیلاتو درلودونکې دي. د نسب شجره یې سرورکاینات حضـرت محمد صلی الله علیه وسلم ته رسېږي.
زوکړه: د انقلاب د راتګ سره یې کورنۍ ایران ته مهاجره شوه او په ۱۳۶۱ هـ ش کال د ایران په کاشان کې وزیږید او په ۱۳۶۷ هـ ش کال یې کورنۍخپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته راغلل او اوسمهال ننګرهار کې اوسېږي.
زده کړه: هاشمي په ۱۳۷۸ هـ ش کال د شهید محمد عارف عالي لیسې د دولسم ټولګي څخه فارغ شو او په ۱۳۸۸ هـ ش کال د ننګرهار ښوونې او روزنې پوهنځي، پښتو ژبې او ادب د څانګې د لېسانس په درجه اول نمره خلاص شو او په ۱۳۹۳ هـ ش کال د کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځي، پښتو ژبې او ادب د څانګې ماسټري تر لاسه کړه.
ژبې: د ژبو زده کړه په لیکوالۍ او د ژوند په کامیابۍ کې اساسي رول لري نو د همدې امله د هاشمي مورنۍ ژبه پښتو ده او په فارسي ژبې هم د لیکلو او ویلو صلاحیت لري، د فارسي نه زیاتې ژباړې کړې دي. په انګلیسـي او اردو ژبو هم خپل مشکلات حلولای شي، یعنې په تحقیقاتي کارونوکې کله کله له دې دوو ژبوهم استفاده کوي.
دندې: د پوهنتون د فراغت (۱۳۸۸ هـ ش) کال په پای کې سیدجمال الدین افغان(کونړ) پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي پښتوڅانګه کې د علمي کادر غړی شو او اوسمهال په خپله دنده بوخت دی. کله کله د ځینو تلویزیونونو او رادیوګانو سره علمي او اکاډمیکې خپرونې په افتخاري ډول پر مخ وړي. ممم
اثار: هاشمي د محصلۍ دورې څخه لیکوالۍ سره مینه درلوده چې د وخت په تېریدلو یې دغه هڅه کامیابه شوه چې دا دی نن د لسګونو تحقیقي، تخلیقي، تحلیلي او ژباړل شوو اثارو درلودونکی دی او همدارنګه په سلګونو مقالو لیکوال هم دی.
الف: تحقيقي اثار
تحقيقي اثارو منځپانګه: د اصغراکثرو تحقیقاتي لیکنو منځپانګه ادبپوهنې او ادب تیورۍ ته ځانګړې شوې ده او د خپل علمي توانمدۍ په نظرکې نیولو سره یې خپل کار سم پیل او پای ته رسولی دی. لیکوال کوښښ کړی چې یوه نوې خبره او یا یوه نوې فرضیه په خپلو لیکنوکې اثبات ته ورسوي، هاشمي د لیکوالۍ په نورو برخو کې هم کار کوي خو د تحقیقاتي کارونو پله یې په نورو برخو درنه ده. دغه ډول اثار یې په لاندې ډول دي:
۱. د پښتو نظم تاریخ (لومړۍ او دویمه دوره): دغه اثر د مومند خپرندویي ټولنې د خوا په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ شوی دی. د لرغونې دورې اته ویشت تنه شاعرانو هر اړخیزه پېژندنه او د دویمې دورې ( روښان، خوشحال، رحمان بابا او عبدالحمید او کاظم خان شیدا ادبي مکتبونو) او لارویانو په هکله خبرې لري. په دغه اثرکې د نظم پر تاریخ نوې خبرې شته دي او د نثر په هکه پکې موضوعات نشته.
۲. د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولېزه څېړنه(د ماسټرۍ تیزس): دغه اثر دانش خپرندویې ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثر کې د ګل پاچا الفت د شعرونو په منځپانګې او فورم باندې نوې څېړنه او کتنه ده. له دې اثره مخکې ما داسې یو اثر چې د الفت په هکله دې نوې معلومات ولري نه دی ترسترګو شوی.
۳.ادبي وړانګې: دا اثر په ۱۳۹۵ لمریزکال یون کلتوري یون خپرندویي له خوا چاپ شوی دی. په دغه اثر کې ادبي علمي مقالې دي.
۴.شعرپوهنه: دا اثرمومند خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۲ لمریزکال چاپ کړی دی. د شعر په هکله تیوریکي مسایل پکې وړاندې شوې دي. په دغه اثرکې د شعر پېژندنې په باب ځینې نوې خبرې لري او همدارنګه عروضي، ولسـي او نوې شاعرې په هکله د کار خبرې لري.
۵. د څېړنې بنسټونه: دا اثر یار خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثرکې د تحقیق د لارو چارو په هکله معلومات شته. محصلان، استادان او د تحقیق کاروباریانو لپاره ګټور کتاب دی.
۶. بولـله له پیله تر خوشحاله: دا اثر مومند خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی.قصیدې له پیله ( د عربي نړۍ د جاهلیت د زمانې نه تر خوشحال خان ) پورې تر بحث لاندې نیول شوې دي. د خوشحال د قصیدو په هکله پکې نوې علمي خبرې شته او همدارنګه د خوشحال ټولې قصیدې چې کم او زیات ۲۰۰۰ بیتونه کېږي پکې راوړل شوې دي او همدارنګه د کتاب په پای کې د د خوشحال د بولـلو غني ویپانګه هم موجوده ده.
۷. ادب پوهنې آرونه: دا اثر مومند خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی. د ادبپوهنې د اساسي او اصلي څانګو( ادبي کره کتنه، ادبي تیوري او ادب تاریخ) په باب خبرې لري.
۸.غني خان فلسفي شاعر: دا اثر دانش خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ کړی دی. د غني خان د ژوند، فن، شاعري، د شعر په شکلي او محتوایي منځپانګې، فلسفي او داسې نورو برخو معلومات لري.
۹. ادبي مرغلرې: دا اثر دانش خپرندویي ټولنې په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر اکاډمیکي ادبي مقالې دي او کوښښ شوی دی چې اکثره مقالو کې یوه نوې خبره راغلي وي.
۱۰. ادبي دورو ټاکنه: دا اثر د لیکوال په خپلو امکاناتو۱۳۹۳ لمریز کال چاپ شوی دی. دغه اثر هم د مقالو ټولګه ده. ادبي دورې ټاکنو مسله یوه کړکیچنه او لانجمنه مسله ده او ډېرو پوهانو د خپل نظر اړوند ادبي دورو ټاکلو باندې بحث کړی دی نو همدې ستونزو په نظرکې نیولو سره هاشمي خپل نظر ادبي دورو په هکله ورکړی دی.
۱۱.د پښتو ژبې ادبي سرلاري: دا اثر ګودر خپرندویي ټولنې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې چاپ کړی دی. په دې اثر کې د لرغونې دورې په هغو شاعرانو بحثونه شته چې په خپل وخت کې یې د یوه نوي کار اساس او بنسټ ایښی دی او دوی یې سرلاري دي.
۱۲.ادبي مرغلرې(دویم ټوک): دا اثر هم دانش خپرندویي ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی. په دې اثر کې هم ادبي علمي مقالې دي.
۱۳. داستاد الفت په شعرونو کې د ویښو زلمیانو اهداف: دا اثر میهن خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. ګل پاچا الفت د ویښو زلمیانو د ګوند کلیدي غړی وه نو له همدې امله د ویښو زلمیانو د غورځنګ اکثره ټول اهداف یې په شعرونو کې شته او په دغه اثر کې یې یادونه شوې ده.
۱۴.د مونوګراف لیکلو لارښود: دا اثر میهن خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال په ښه صحافت چاپ کړی دی. مونوګراف لیکنه د لیسانس د دورې په پای کې د محصلانو لپاره یوه اساسي او مهمه مسله ده او محصلانو په دغه برخه کې ځینې ستونزې درلودې نوله همدې امله هاشمي د همدې تشې ډکولو لپاره یو معیاري کتاب ولیکه چې د محصلانو ستونزې پرې حل شي.
۱۵.د قرآن کريم طبي اعجاز: دا اثر هاشمي خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دا چې هاشمي د طب په برخه کې زده کړه کوي نو دا فکر ورته پیدا شو چې طب اړیکې له قران کریم سره تر بحث او څېړنې لاندې ونیسي او دا دی په دې برخه کې یې هم کتاب چاپ شوی دی.
۱۵. رنګونه مشالونه: دا اثر میهن خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۵ ل کال چاپ کړی دی. دا اثر هم علمي او اکاډمیکې ادبي مقالې دي.
ب: تخليقي اثار
تخليقي اثارو منځپانګه: دا معلومه خبره ده چې هره لیکنه ځانته محتوا او پيغام لري او د تحقیقي لیکنو ژبه او د ارایي طرز د تخلیقي لیکنو سره توپیر لري نو له همدې امله د اصغر د تحقیقي او تخلیقي اثارو پیغام او ژبه سره توپیر لري او د تخلیقي لیکنو منځپانګه يې په لاندې ډول ده:
۱. برخلیک: دا اثر ګودر خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۱ لمریز کال چاپ کړی دی. کتاب ناول دی. اصلاحي، انتقادي او رومانتیک مسایل لري.
۲.د فکر بیان: دا اثر د لیکوال په خپل مالي لګښت په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ شوی دی. ادبي ټوټې دي، اکثره لیکنو کې انتقادي ریالیستکي موضوعات تر سترګوکېږي. درد او احساس پکې زیات دی. د اثره دا معلومولی شوچې هاشمي په زړه دردیدلی دی او د وطن ناخوالو مجبوره کړی چې د ټولنې د اصلاح لپاره قلم واخلي.
۳. د فکر پلوشې: دا اثر یون کلتوري یون خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر هم د فکر بیان په شان ادبي ټوټې دي. دا لیکنې د ځان پېژندنې، ټولنپیژندني او وګړ پيژندنې په هکله خبرې لري. که چېرې یې انسان په دقت سره ولولي او عمل وکړي نو فکري انقلاب به یې په فکر کې راشي او د خپل فکر څښتن به شي.
۴.غوره فکرونه: دا اثر په ۱۳۹۵ لمریز کال هاشمي خپرندويي ټولنې چاپ کړی دی. په دې اثر کې هم د فکر بیان او د فکر پلوشې په شان ادبي ټوټې دي چې د درې واړو منځپانګه یو شان مضامین رانغاړي.
ژباړې:
ژباړو منځپانګه: سیداصغر هاشمي له تحقیقاتي او تخلیقاتي کارونو سربیره ژباړې هم کړي دي او د ښو منظومو او منثور ژباړو هنر په نظر کې نیولو سره په ژباړه کې کامیابه دی. د ژباړل شویو کتابونو معنا یې په لاندې ډول ده:
۱.د بهلول نصیحتونه: دا اثر ګودر خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۱ لمریز کال چاپ کړی دی. اوسنی چاپ یې درېیم دی. د هوښیار بهلول په نامه دوه تنه تېر شوي دي، یو بهلول د سلطان محمود غزنوي ورور وه او بل تن د هارون الرشید له نږدې دوستانو هوښیار بهلول وه. زموږ په ټولنه کې اکثره وخت د سلطان محمود غزنوي د ورور بهلول یادونه کېږي او یا کله کله د ملا نصـرالدین کیسې د هارون الرشي د وخت بهلول ته منسوبېږي نو له همدې امله یې یوازې او یوازې د هارون الرشید وخت بهلول دانا کېسې د فارسي او انګریزي نه ترجمه کړې ترڅو چې د سلطان محمود غزنوي د وخت او ملا نصیرالدین ته یې هوښیارانه خبرې منسوبې نه شي.
۲.د حضـرت محمد(ص) لنډژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویي ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر د فارسي ژبې نه ژباړل شوی دی. د سرور کاینات په هکله ۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لري.
۳.د حضـرت ابوبکر صدیق (رض) لنډژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویي ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر هم د فارسي ژبې نه ژباړل شوی دی. د ابوبکر صدیق (رض) په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لري.
۴.د حضـرت عمر(رض)لنډژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویي ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر هم د فارسي ژبې نه ژباړل شوی دی. د حضـرت عمر (رض) په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لري.
۵.د حضـرت عثمان (رض) لنډ ژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویي ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر هم د فارسي ژبې نه ژباړل شوی دی. د حضـرت عثمان (رض)په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لري.
۶.د حضـرت علي(رض) لنډ ژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویي ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر د فارسي ژبې نه ژباړل شوی دی. د حضـرت علي(رض) په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لري.
۷. د حضـرت محمد (ص) لنډ سیرت: دا اثر هم ګودر چاپ کړی دی. د کوچنیانو ماشومانو لپاره بهترین لنډ سیرت دی.
ټولونې
د ټولونو منځپانګه: د پوهنیار هاشمي اکثره لیکنې د یوې علمي تشې د ډکولو لپاره لیکل دې دي. د ده اکثره هغه اثار چې ټولونې دي د محصلانو او عامو لوستو وګړو لپاره پکاریږي. او د دغه شان اثارو منځپانګه یې په لاندې ډول ده:
۱.د ادبي ژانرونو لنډه پیژندنه: دا اثر ګودر خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثر کې شاو خوا ۵۰۰ ادبي علمي اصطلاحات ټول شوې دي او د پوهنتون د محصلانو لپاره کار امد اثر دی.
۲. د ادبي اصطلاحاتو سیندګی: دا اثر دانش خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثر کې شاو خوا ۲۰۰۰ ادبي اصطلاحات دي. دغه اصطلاحات د ویپانګو( ډیکشنريګانو) په شان د( الف) له توري پیل او په (ی) پای ته رسېږي. محصل او یا هغه څوک چې د یوې اصطلاح د پیدا کولو علاقمند وي کولای شي چې په لږ وخت کې یې پیدا او خپله ستونزه حل کړي.
۳.د ګل پاچا الفت ستاینې(راټولونه اوسریزه): دغه اثر دانش خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. د الفت صاحب شعرونه هر ډول منځپانګه لري خو د ستاینو معنايي برخه یې پیاوړې ده. د ده ستاینې دوه برخې لري، یوه برخه یې د اشخاصو په هکله ده او بله برخه یې د نورو موجوداتو په برخه کې ستاینې دي. دی چې د سیدجمال الدین، خوشحال، ابن سینا، رحمان بابا او یا داسې نورو علمي اشخاصو ستاینه کوي، له ډیره مهارته کار اخلي او که چېرې د ده هره ستاینه ولوستل شي نو انسان فکر کوي چې دی خوشحالپوه، رحمان پوه، نابغه پوه دی. په دغه اثر باندې د هاشمي صاحب ۱۵ صفحې سریزه شته چې د ستاینو په تاریخي پس منظر غږیدلی دی او د الفت صاحب د ستاینو په هغو ځانګړو او منفردو خصوصیاتو یې بحث کړی دی چې په نورو لیکوالو کې دغه برخه نشته او یا کمه ده.
۴.د استاد الفت د شعرونو منتخبات(سریزه، اوډنه او راټولونه): دغه اثر میهن خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. د الفت صاحب ټول شعرونه اعلی دي او په دې کې انتخاب اسان کار نه دی خو د لیکوال په وینا چې په دې اثر کې هغه شعرونه ټول شوې دي، چې د نن وخت له شرایطو سره برابره معناییزه خوا لري. د الفت د وخت ناخوالې او نن وخت مشکلات سره ورته والی لري نو له همدې امله هغه شعرونه د منتخبو بیتونو په ډول ټول شوې دي چې اکثره لوستي وګړي خپلو ستونزو ته متوجې کوي.
۵ .ادبي ترمینالوژي: دا اثر هاشمي خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر هم ادبي اصطلاحات دي خو یوه ځانګړنه یې د پورته دوو نورو هغو اثارو سره چې هغه هم ادبي اصطلاحات دي دا ده چې په دغه اثر کې د هرې مهمې اصطلاح سره یې نمونه هم راغلې ده.
۶. سيندونه او اندونه (د کرګر د مقالو ټولګه): دا اثر هاشمي خپرندويي ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر د پیاوړي څېړونکي محمد اکبر کرګر مقالې دي. په دغه مقالو کې د شعر په هکله، اسطوره یي، فرهنګي، فلسفي او داسې نورې مقالې شته دي او مدون کوښښ کړی دی چې د تدوین ټول شرایط په نظر کې ونیسـي او خپل کار سم پیل او پای ته ورسوي. هره برخه مقالې په موضوعي لحاظ سره بيل بيل راغلې دي او همدارنګه د کرګر صاحب هر اړخیزه لنډه پیژندنه هم پکې شته. د کرګر صاحب حق او حقوق خو په دغه پیژندنه بسنه نه کوي خو د لیکوال په وینا چې په اینده کې نور کار هم پرې کوي.
۷. د الفت مرغلرې(سریزه، زیاتونه او ویپانګه): دا اثر دانش خپرندويي ټولنې چاپ کړی دی. دغه اثر څو ځلې نور هم چاپ شوی وه خو د د ې کار توپیر د مخکنیو کارونو سره دا دی چې په دې اثر باندې د ګل پاچا الفت هر اړخیزه پيژندنه په ۱۳۰ مخو کې راغلې ده او همدارنګه په مخکنیو چاپ شویو شعري کلیاتو کې د الفت صاحب فارسي شعرونه موجود نه وه او په دغه اثر کې د الفت فارسي شعرونو ته ځانګړې برخه ورکړل شوې ده. په پای کې د الفت د شعرونو یوه کامله ویپانګه چې شاوخوا ۱۵۰۰ لغات کېږي موجوده ده. د لیکوال په وینا چې په دغه اثر يې شاو خوا شپږ میاشتې مسلسل کار کړی دی.
د ماشومانو ادبيات: سیداصغر هاشمي ماشومانو ته هم اثار لیکلي دي چې د نمونې په ډول یې د لیک او لوست اسانه زده کړې نه یادونه کوم:
۱. د لیک او لوست اسانه زده کړه: دغه اثر په خاص مهارت د ماشوم ذهن ته لیکل شوی دی، د افغانستان د ماشومانو ارثي، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او داسې نور شرایط په نظر کې نیول شوې دي او دغه اثر د ماشوم ذهن ته برابر لیکل شوی دی. د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې زیات خرڅېږي چې د خپرندويي ټولنې په وینا شاو خوا یو میلیون جلده پلورل شوی کتاب دی. د هاشمي په وینا چې زما په کتابونو کې ګران را باندې همدا دی ځکه چې د نوي نسل د روزلو لپاره مهم کتاب دی او زما د ټولو کتابونو نه دغه کتاب زیات پلورل شوی دی، د ده په وینا چې هر چيرته روان یم دغه اثر د ماشومانو سره ګورم او د ډېر د خوشحالۍ احساس کوم.
چاپ ته تيار اثار
د هاشمي لاندې کتابونه چاپ ته تیار دي، که چېرې کومه خپرندویه ټولنه او یا داسې څوک پیدا شي چې د چاپ امکانات یې برابر کړي نو دی تیار دی چې بې د هر ډول امتیازاتو یې د چاپ لپاره ورکړي. هغه اثار په لاندې ډول دي:
۱.د پښتو ژبې ادبي سرلاري( دویم او درېیم) ټوک.
۲. نړیوالې ادبي څېرې
۳. ادبي نظم ډولونه او پیدایښت یې
۳. د لرغونې دورې نثري اثاراو پیدایښت یې.
۴.د لودیانو او سوریانو لیکوال.
۵.شاعران او مشاهیر.
۶. د پښتو ژبې تاریخ.
۷.ادب تیوري
۸. ادبپوهنې بنسټونه .
۹. اخلاق د امام غزالي له نظره
مقالې: هاشمي د مختلفو اثارو سربیره شاوخوا۴۰۰ سیاسي، ادبي، ټولنیزې، اروا پوهنیزې او داسې نورو برخو کې رسمي او غیر رسمي مقالې لیکلې دي، لکه:
۱. سیاسي مقالې: هاشمي د سیاست سره مینه او علاقه نه لري او تر اوسه پورې د هیچا پورې تړلی نه دی، د ده په خپله وینا چې زه د چا پسې نه ځم که څوک زما پسې راځي ورته هر کلی وایم خو بیا هم کله کله په غیر ارادي ډول سیاسي مقالې لیکي چې د نمونې په ډول یې یوه لیکنه راوړم:
اشرف غني او مثبته ملتپانه
د افغانستان ځینې خلک باید د خپل وجدان په نظرکې نیولو سره مستحق کاندید ته رایه ورکړي.
وجدان د هر انسان لپاره ښه قضاوت کونکی دی.یو عالم وایې که چېرې هر انسان خپل وجدان قاضي کړي او عمل وکړي، هیڅکله به دده څخه تیروتنه ونه شي، چې قاضي دا محاکمه کړي.
رایه ورکول زموږ او ستاسې مسولیت دی خو د دې څخه لوړ مسولیت مستحق ته رایه ورکول دي او که چېرې مو مستحق ته رایه ورنه کړه، الله تعالی به مو محاکمه کوي.
ای افغانانو فکر وکړی او د دقت نه کار واخلی، قوم پرستي، سمت پرستي، ژبه، ګوند، یوه خیټه ډوډۍ، یوجوړه کالي او داسې نور مسایل په نظر کې مه نیسئ. رایه مستحق کاندید اشرف غني ته ورکړئ.
د استاد شپون خبره(اشرف غني) پیاوړی علمي پهلوان دی، اشرف غني باید وپیژنو، رښتيا چې مونږ سترخوشحال خان خټک څه د پاسه څلور سوه کلونو کې ونه پېژنده، د عبدالغفارخان مشر زوی غني خان مو په سلو کلونو کې ونه پیژنده، نو اشرف غني به څنګه دومره ژر وپیژنو.
دی ډېر لوړ عالم دی، چې قوم به يې ډېر وروسته وپېژني، دا د اشرف غني بدمرغي ده، چې هغه په داسې وخت کې زېږېدلی دی، چې زموږ د قوم ډېره برخه بې سواده او د هغه د پېژندنې توان نه لري خو د اشرف غني نه ډېره د قوم بدمرغي ده.
د افغانستان ډېرخلک اوس هم نیشنلیزم او قوم پرستي په نظر کې نیسـي او عمل کوي. په حقيقت کې (Nationalism) په دوه ډوله دى.
١. Positive Nationalism: دې ته مثبته ملتپالنه (نيشنليزم) وايي، په دې ډول ملتپالنه کې مشـر او يا رهبر د خپل قوم په واسطه ځان يوځاى ته رسوي او بيا بېرته خپل قوم ته خدمتونه کوي؛ يعنې مشـر د خلکو د خدمت لپاره هرډول هڅې کوي. داسې ملتپالنه په هغو ټولنوکې د تطبيق وړ وي، چې د ټولنې زيات خلک باسواده او تعليم يافته وي.
٢. Negative nationalism: دې ته منفي ملتپالنه (نيشنليزم) وايي، په دې ډول ملتپالنه کې مشـر يا رهبر ټولنې لپاره په چل او فريب کې وي، ځان د خلکو په واسطه لوړو لوړو ځايونو ته رسوي او بيا هېڅ ډول خدمت نه کوي. لکه: زموږ د پارلمان ځينې داړه ماران او غله چې د عوامو په سترګو کې خاورې اچوي او ځان د پارلمان چوکۍ پورې رسوي او بېرته د همدې خلکو وينې زبېښي.
داسې ملتپالنه په بې سواده او وروسته پاتې ملکونو کې ډېر تطبيقېږي. لکه: افغانستان او داسې نور غريب ملکونه.
په حقيقت کې مثبته ملتپالنه او ملت جوړونه د اشرف غني احمدزي تګ لاره ده.
خودټولنې ځینې وګړي مو Negative nationalism(منفي ملتپالنه)او Positive Nationalism(مثبتې ملتپالنې) تر منځ توپیر نه شي کولای، چې د ریاست جمهوري ډېر کاندیدان د منفي ملتپالنې فکر لري او د ډېرو تیرکړه وړه ښکاره دي.
ای افغانانو دخپل سرنوشت ټاکلو لپاره مستحق کاندید اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړئ، چې سیاسي، اجتماعي، کلتوري او فرهنګي، علمي، اقتصادي او د ټولنې نورې خواوې مو پیشرفت وکړي.
۲.ادبي مقالې: هاشمي ډېرې ادبي مقالې لري، په دغو لیکنو کې رسمي او غیر رسمي مقالې موجودې دي. د ده هر ډول مقالې په بیلا بیلو ویبپاڼو کې خپرې شوې دي او همدارنګه په مختفلو اخبارونو او جریدو کې هم نشرشوې دي، د مثال په ډول یوه لنډه مقاله د نمونې په ډول راوړم:
د غني او الفت په شعرونو کې د اضدادو فلسفه
د فلسفې د يوې څانګې په ډول د ګل پاچا الفت او خان عبدالغني خان په شعرونو کې د اضدادو فلسفې په هکله شعرونه شته دي.
الفت وایي: ټوله نړۍ له ضدينو جوړه ده، که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، له دې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي.
د غني خان په شعرونو کې هم د ژوند او مرګ په هکله فلسفي شعرونه شته دي، چې د اضدادو د فلسفې ډېرې ښې نمونې دي.
ګل پاچا الفت پخپل (شعري کليات، ص ۱۰۴) کې د (آغاز او انجام) تر سرليک لاندې داسې وايي.
له اسمانه څاڅکي راغله د باران
پرې را شنه شوه سپين و سره او زېړ ګلان
يو څو ورځې پس يې باد ويوړلې پاڼې
خپل آغاز آنجام هيڅ نه شو ور عيان
په زرګونو کلو ګورو چې ژوندون شته
حرکت شته لوېدل شته مخکې يون شته
له آغازه له آنجامه خبر نه يو
دومره وايو چې دورونه د ګردون شته
د انسان د پيدايښت ورځ او د مرګ ورځ الله تعالی ته معلومه ده او په تقدير کې ليکل شوي وي.
هيڅ انسان نه شي کولای، چې د بل انسان د مرګ وخت په دقيقه موده او وخت کې وښايي.
الفت هم داسې نظر لري او د پورته راغلي شعر مفهوم دی: له اسمانه بارانونه راورېږي، ددې بارانونو له امله ټول بوټي شنه کېږي او ډول ډول ګلان پيدا کېږي، د څو ورځو وروسته د همدې شنه شوو بوټو او رنګارنګو ګلانو پاڼې د خزان د شمالونو له راتګ سره له منځه ځي، دغه بوټي په دې پوه نه شول، چې څنګه پيدا او فنا شول.
انسانانو هم په زرهاوو کلونو ژوند وکړ، حرکت، کار او هلې ځلې يې وکړي، همدا انسان له خپل پيدايښته او مرګه خبر نه دی.
دلته هم د ژوندون او د مرګ په فلسفې په هنري، شعري او فکري انداز بحث شته دی، استاد الفت د ژوند او د مرګ په باب داسې نظر لري، چې د انسان د ژوند نېټه او د مرګ نېټه نامعلومه ده، نو په داسې بې اعتباره ژوند بيا اعتماد په کار نه دی.
ګل پاچا الفت په نثري کلياتو ، ۱۸۵ مخ کې د (غم او خوشحالي) تر عنوان لاندې داسې وايي: (ډېر خلک دي، چې يوه ورځ يې ګرانه ښځه مري او دی غمجن کېږي، مګر بله ورځ نوی واده کوي او د خوشحالۍ هغه زوړ غم بېخي هېروي، نو دغه د خوشحالۍ ډولۍ او هغه د غم جنازه يو له بله ډېر ربط لري، که هغه غم دغه کاله ته رانه شي، دغه ښادي هم نه شي راتلی.
د الفت په شعري کلياتو کې فيوډالي نظام ته اشاره کوي او وايي:
غنا په فقر حکومت کاندي
بډايان لوړوي په نورو باندې
راسره شته دي ډېر عزتونه
په ماسمېږي واړه کارونه
په خزانو مې فخر شاهان کړي
جګړې جنګونه په ما انسان کړي
په پورته راغلي شعر کې هم د مالدار او غريب يا د مال او پيسو خاوند او مفلس يادونه شوې ده، چې که فلسفي بحث پرې وکړو، نو د اضدادو فلسفې بحث ترې لاس ته راځي.
غني خان د مرګ او ژوند په باره کې داسې نظر درلود: دا د نور او نار دنیا د اضدادو نه جوړه ده، د هر شي ضد شته، ژوند سره مرګ تړلی دی او یو د بل ضد دي. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزی، ټول د ژوند سره تړلي دي.
که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، ددې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي. د انسان مرګ د انسان د زېږېدو له ورځې د هغې سره یو ځای پیدا شوی دی. او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ د منځه ځي او مړ کېږي به.
که یو انسان هر څومره قوي، عالم، فاضل، مالداره او د دُنیا هر څه ورسره وي، بیا هم مړ کېږي.
غني خان وايي، مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند بعد له مرګه شروع کېږي.
رښتیا که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.
کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی.
نو د مرګ نه پس ژوند شروع کېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي، لکه:
چې په ژوند کې سخته نه وي
لکه بې مالګې طعام
چې په خوله کې خندا نه وي
لکه ډک د خاورو جام
غني خان وايي: په ژوند کې خوشحالي او خفګان دواړه باید موجود وي، که ژوندکې سختي او خفګان نه وي، داسې مثال لري، چې غذا کې مالګه نه وي، دا چې بې مالګې طعام خوند نه لري، دغسې د خفګان نه بغیر خوشحالي خوند نه لري.
د غني خان د ژوند او مرګ د فلسفې په اړه خپل نظر دی، د عام انسان فکر د غني خان فلسفي فکر ته نشي رسېدلای، هغه یو مفکر او فیلسفوف دی. یو عام انسان ته خو مرګ د ژوند خاتمه ښکاري، خو هغه وايي، چې مرګ ژوند نه شي وژلی، لکه:
که لکونه ژوندي مړه کړي
ژوند څوک نه شي مړ کولای
چا د بوي نه منع کړی
شنه ګلونه د رېحان
د غه د غني خان یقین او ایمان دی او ددې دغه دعوه بالکل صحیح او پرځای ده، هغه نن هم ژوندی او سبا به هم ژوندی وي او تر کومه چې پښتو ژبه او ادب وي، غني خان څوک نه شي وژلی.
۳.ټولنیزې مقالې: هاشمي د سیاسي او ادبي مقالو سربیره ټولنیزې مقالې هم لیکلې دي چې د نمونې په ډول یو مثال راوړم:
معلم او عالم
معلم او عالم دوه هغه کلمې دي چې یو له بل لپاره ضروري او نه بېلیدونکې دي.یو معلم باید عالم وي او هر عالم که معلم نه وي باک یې نشته.
علم او پوهه ارزښتناکه سرمایه ده خو له دې پوهې نه د تدریس په وخت کې ښه استفاده او پرځای استفاده کول د یوښه معلم کار دی.
په نړۍکې ډېرعالمان تېرشوي دي، لکه: افلاطون، ارسطو، سقراط، سیدجماالدین افغان او داسې نور په سلګونو. دوی ټول سره له دې، چې نامتو فیلسوفان او پوهان د نړۍ دي خو ښه معلمین او لارښوونکي ورته ویلای نه شو.
همدارنګه په افغانستان کې ډېر پوهان او عالمان لرو خو دوی ټولو ته معلمان او لارښوونکي ویلای نه شو.
د پیداګوژي او ارواپوهنې علم په رڼا کې هر عالم ته معلم او لارښوونکی نه شو ویلای او هر معلم عالم کیدای شي خو هر عالم هېڅکله معلم کیدای نشي.
په ټولې نړۍ کې ارواپوهنه د یو اساسي مسلک په ډول په ټولو پوهنځیو کې تدریسیږي، دا ځکه چې د هر پوهنځي فارغ التحصیل باید د زده کړې د لاس ته راوړلو سره سره د ټولنې یو ښه لارښوونکی هم وي.
نن چې په افغانستان کې د ډاکټرانو له سلوک او رویې نه ډېر خلک شکایت کوي یا د پوهنتونونو ډېر استادان مو د علم او پوهې د درلودلو سره سره د یو ښه لارښود هېڅ ښه خصوصیات او ځانګړنې نه لري، دلیل یې روښانه دی چې د ارواپوهنې مسلکي مضامین یې نه دي لوستي.
د لوړو زده کړو وزارت باید د افغانستان په ټولو پوهنځیو کې ارواپوهنې ته ځای ورکړي.
شاګردانو ته درس ورکول د یو ښه لارښود کار دی او ښه معلم باید د ډېرو ځانګړنو سره سره لاندې خصوصیات هم ولري:
۱.معلم باید د تدریس له یو ښه مېتود نه استفاده وکړي او دی باید د تدریس له مېتودونونه باخبر وي، که چېرې دې مسلکي مضامین لوستي نه وي، دی هېڅکله د یو ښه مېتود نه استفاده نشي کولای.
۲.معلم باید له شاګردانوسره صمیمانه او دوستانه روابط ولري ترڅوچې شاګردان په زړوره توګه د ستونزو د پیداکیدو په وخت کې له استاده سوال کولای وشي او استاد باید په ورین تندی ځواب ورکړي. معلم باید د شاګرد په سوال کولو له خپل شاګرد سره قصداو ضد ونه کړي.
۳.معلم باید کوښښ وکړي چې د خپلو شاګردانو اصلي نومونه زده کړي او په هماغه اصلي نوم ورته غږ وکړي، دلته د معلم او شاګرد تر منځ مینه او محبت پیداکېږي او د زده کړې پروسه ښه پرمخ ځي.
۴.معلم باید د خپلو شاګردانو استعدادونه معلوم او په داسې شکل امتحان واخلي، چې حق حقدار ته ورسېږي.
د یو ښه معلم لپاره د پورته خصوصیاتوسربېره نورې ډېرې ځانګړنې هم شته چې باید یې ولري او د دغو ځانګړنو لپاره د ارواپوهنې علم او بیا مسلکي مضامینو زده کول د هر هغه عالم لپاره مهم دی، چې د تدریس چارې پر غاړه لري.
۴. ارواپوهنیزې مقالې: هاشمي له ارواپوهني سره ډېره مینه لري او په لسګونو مقالې یې د ارواپوهنې په هکله چاپ شوې دي چې د مثال په ډول یوه نمونې یې زما انتخاب (همدا اثر) کې دویمه مقاله ده. دغه مقاله د ادبیاتو او ارواپوهنې د اړیکو په هکله یو ښه مثال کېدای شي.
۵. طبي مقالې: هاشمي د طب په برخه کې پر زده کړو بوخت دی او همدارنګه په دې نږدې وختونو کې یې د قران کریم طبي اعجاز په نامه اثر چاپ شوی دی او د نمونې په ډول یوه لیکنه یې د مقالې په ډول راوړم:
عفوه( بخښنه )زړه ته خوشحالي ورکوي
په اسلام کې بخښنې او عفوې ته زيات ارزښت ورکړل شوی دی او الله تعالی په قرآن کريم کې داسې فرمايي:( فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَي اللّٰهِ)
ژباړه:که چا عفوه وکړه، هغه اصلاح وکړه، اجريې الله تعالی ورکوي.
عفوه د مسلمان لپاره د غچ اخېستلو نه بهتره ده نوځکه دين داره او با ايمانه خلک بښوونکې وي.
۱۴۰۰ کاله وروسته علمي، ساينس او نوي طبي څېړنو ثابته کړه، هغه کسان چې د بخښنې ځواک لري، له روحي او جسمي اړخه له روغتيا څخه برخمن وي.
هغه کسان چې د عفوه کولو توان لري، د روحي فشار، د ملا دردونه، بې خوبې، د سر درد او د ګېډې درد ورته کم پيداکېږي، همدارنګه عفوه پر هيلې، صبر او پرځان ويسا ډېره مثبته اغېزه کوي او غوسه په انسان باندې بدتاثيرکوي اوکله کله ډېره غوسه د ځينو انزايمونو د لوړيدو لامل ګرځي چې د وينې فشار ورسره لوړېږي.
عفوه د فيزيولوژي يوه برخه ده، هغه کس چې د عفوه کولو توانايي ونه لري نو دغه کس به ځای ته ستونزې جوړوي.
قهراو غوسه د زړه لپاره ډېر تاوانونه لري، هغه کسان چې ډېر قهرجن او غوسه کوونکې دي، نسباًهغوکسانوته چې صبراو زغم لري، ژر زړېږي او د زړه په ناروغيوډېراخته کېږي.
طبي څېړونکې پر دې باور دي، چې د روحي فشارونو له کبله د اکسېجن مصرف د زړه عضلې غټوي، د وينې د ټينګېدو او په پای کې د زړه د حملې لامل ګرځي، دغه شان قهراو غوسه نارحمي رامینځ ته کوي او په وينه کې د پروتينونو د پړسوب لامل هم ګرځي، دغه پروتينونه د رګونو ديوالونه کلکوي او دزړه د ناروغيو امکان پکې ډېروي.
ټولې څېړنې ښيي، چې قهر او غوسه د انسان روغتيا ته زيان رسوي، په داسې حال کې چې عفوه او بخښنه خوندوره او د روغتيا لپاره ګټوره ده.
ويبپاڼو او نورو ځایونو کې خپرې شوې مقالې: د هاشمي اکثره رسمي او غیر رسمي مقالې په تاند، لومړیتوب، انتخاب، روهي، کابل مجله، او د افغانستان اکثره اخبارونو او جریدو کې چاپ شوې دي.
د هاشمي د اثارو ژباړې: د هاشمي ځینې لیکنې د پښتو نه په انګلیسـي او ځینې بیا له پښتو په فارسي ژباړل شوې دي.
ادبي ټوټې: هاشمي درې اثاره د فکر بیان، د فکر پلوشې او د غوره فکرونو په نامه چاپ شوې دي چې اکثره لیکنې یې ادبي ټوټې دي چې د ګل پاچا الفت سبک سره یو اندازه ورته والی لري، د ده دغه ادبي ټوټې هر ډول منځپانګه لري چې د نمونې په ډول یو مثال راوړم:
فکري قوت
په نړۍ کې د هر شي په پیداپښت کې د الله تعالی لوی حکمتونه پراته دي. که سترګې وغړوو ډېر لوړ او ټیټ څیزونه به وګورو او د فکري شخوند وهووروسته دې نتیجې ته رسېږو چې د ځینو شیانو په لوړوالي او دځینو شیانو په ټیټوالي کې د څښتن تعالی قدرتونه پراته دي.
ځینې لوړ شیان د ارزښت وړ دي او ځینې ټیټ شیان د ستایلو وړ دي.لکه: اسمان ډېر لوړ دی، بارانونه ورنه کېږي، مځکې خړوبوي، غلې، دانې، میوې اوګلان د همدې بارانونو برکت دی. د همدې بارانونوبرکت دی، چې سیندونه او بحرونه لرو او ډېر حیوانات مو په همدې اوبو کې ژوند کوي، یعنې د ډېرو حیواناتو د ژوند اصلي ټاټوبی او کور په اوبو کې دی.
په همدې بحرونو کې د مرغلرو پیدایښت هم د اوبو برکت دی او اوبه د انسانانو د ژوندیو مهم ضرورت هم دی.
د سپوږمۍ راختل او را پریوتل، د لمر پیدا کېدل او فنا کېدل په اسمان کې دي، همدغه اسمان دی چې ځمکه یې د انسانانو په خدمت کې کړې ده.
که بارانونه نه وي، لمر نه وي،سپوږمۍ نه وي، بادونه نه وي، وریځ نه وي او داسې نور .... نو مځکه به هېڅکله د انسانانو، حیواناتو، او نباتاتو لپاره د ژوند ځای نه وای.
سره له دې چې مځکه ټیټه ده، خو د اسمان برکت دی، چې مځکې باندې ژوند کېږي.
د ځینو شیانو په ټیټ والي کې لوی حکمت پروت وي او له لوړوالي یې ټیټ والي د خورا اهمیت وړ وي.
که یوه لوړه ماڼۍ په نظر کې ونیسو، د همدې ماڼۍ د لوړ والي ټول قوت او استحکام په تهداب کې دی، دلته دی چې د ماڼۍ له لوړوالي نه یې ټیټ والی مهم دی.
د همدې تهداب برکت دی چې ټوله ماڼۍ پرې ولاړه او محکمه ده. بادونه، بارانونه، زلزلې او نور طبیعي افتونه ورته تاوان نه شي رسولای.
انسانان هم لوړه او ټيټه برخه یا نقطه لري، لوړه څوکه یې د سر ده او ټيټه یې د پښو ده.
د انسان لوړوالی ډېر مهم دی، ککره ده چې د ټول بدن رهنمایې کوي، د ښه او بدو کارونو لارښونه همدا ککره او په ککرې مغز کوي.
د انسان مغز او فکر دی، چې په ټول بدن واکمني کوي او د بدن اعضاویې یې فرمانبرداري کوي.
د بدن د ټولو اعضاوو( سترکې، غوږونه، لاسونه، پښې او داسې نورو) د ښه کارونو اصلي او حقیقي لامل د انسان ښه مغز او فکر دی. د همدې اعضاوو د بدو کارونو لامل بد مغز او بد فکر دی.
د انسان ټول داخلي جوړښت د فکر او عقل سره نېغ په نېغه اړیکه لري او د ښه فکر او عقل نتیجه ده، چې یو انسان له خپل داخلي جوړښت( احساسات، جذبات، وجدان، اخلاق، انسانیت، سړیتوب او ټول انساني ښېګڼو) نه ښه استفاده کوي.
که په لاسونو د خیر کارونه کوو، یا سترګې ګناه ته نه پریږو، په غوږونو غیبت نه اورو او قرانکریم اورو، په ژبه درواغ نه وایو، په پښو بدو ځایونو ته نه ځو او د انسانیت ټولې اسلامې او انساني ښېګڼې لرو، اصلي او حقیقي لارښوونه یې له فکر څخه کېږي، چې د انسان د فکر او پوهې سره مستقیمه اړیکه لري.
د انسان لوړوالی هم لکه د اسمان لوړوالی ډېر مهم دی، اسمان که ځمکه خپله تابع کوي. یو بافکره او پوه انسان هم خپل ټول بدن تابع کولای شي او هېڅکله یې سرکشي ته نه پریږدي.
فکر او عقل چې بې لارې شو، ټول بدن خراب کارونه کوي او له داسې انسانانو بیا د خير او ښېګڼې طمع او امید نه شو کولای.
فکري قوت انسان ته ډېره پیاوړتیا ورکوي او دغه قوت د نړۍ له ټولو قوتونو ځینې بهتره دی او دغه فکري قوت په علم او پوهې لاس ته راځي.
دلته اکثره خلک پوهه او علم نه لري، نو له همدې امله دوی ښه فکر نه لري او نه شي کولای چې په ټولنې کې ښه کارونه او خدمتونه وکړي.
فکر او عقل د بدن بادشاه دی، ښه فکر او عقل ښه مشري کولای شي او بد عقل او فکر بده مشره کوي.
فکري قوت او ځواکمنتیا له انساني ټولو قوتونو ځینې بهتره ده، د فکر قوت د انسان نور بدن ته هم قوت ورکوي.
ځینې ملکونه د هغو ککرو(فکر، عقل او پوهې) درلودونکي څښتنان ډېر لري، چې موږ او تاسې ورته احتیاجه او محتاجه یو.
ککرې خو د نړۍ ټول انسانان لري، خو په ککرو او سرونو کې مغز او فکر مهم دی.
ډېرې (زیاتې) بې مغزه او بې فکره ککرې مهمې نه دي، بلکې په ډېرو ککرو کې هغه ککرې او سرونه مهم دي، چې مغز او فکر یې پیاوړی وي.
په نړۍ کې په هغو ککرو حساب کېږي، چې فکر او عقل یې د کار وي او د هغو سرونو احترام نشته، چې فکر او عقل نه لري.
تاسو هم د هغو ککرو او سرونو احترام وکړئ، چې د لوړوالي حق یې ادا کړی دی او بدن یې خپل تابع کړی دی.
لکه څرنګه چې د اسمان لوړوالی د ځمکې لپاره مهم دی، دغه شان د انسان لوړوالی هم په فکر او عقل کې دی او د نور بدن لپاره مهم دی.
د فکر قوت دی، چې له انسانه پیاوړی انسان جوړوي او فکري ضعف دی چې انسان کمزوری کوي.
د هاشمي نثر: د هاشمي نثر روان، ساده او عام فهمه دی. د ده په ویناوو کې نا مانوس کلمات کم دي او د خپلې خبرې د اثبات او اظهار لپاره کله کله د فارسي او عربي ژبې هغه کلمات چې اوس په ژبه کې مروج دي راوړي. د کتابونو او مقالو په برخه کې یې اکثره لیکنې همدا ځانګړنه لري.
د نثر سبک یې: هرلیکوال په ارادي او غیر ارادي ډول کله کله د نورو لیکوالو په پل روانیږي او په داسې مواردو کې دغه لیکوال دبل لیکوال د سبک پیروي کوي چې هاشمي هم د الفت مینه وال دی او شاو خوا شپږ کتابونه یې په الفت لیکلي دي او همدارنګه اکثره ادبي ټوټې یې د معنا او شکل له مخې الفت لیکنو سره ورته والی لري. د الفت په نثرونو کې د فکر برخه پیاوړې ده او همدارنګه اکثره لیکنې یې د ویښو زلمیانو د اهدافو لپاره ویل شوې دي، ویښو زلمیانو غورځنګ یوه پیاوړې او سالمه ټولنه غوښتله او سالمه ټولنه د پوهو او کار کوونکیو انسانانو په واسطه جوړیدای شي نو له همدې امله د هاشمي په لیکنو کې هم اساسي او اصلي سمبول انسان دی او همدا انسان دی چې ټولنه جوړوي او ورانوي.
د سیداصغر هاشمي د نثر منځپانګه:د هاشمي نثرد منځپانګې له مخې هر ډول مضامین لري. د ده د اکثرو لیکنو معنایي برخه بیا هم د الفت د نثرونو سره یوشان والی لري. د مثال په ډول د نمونو د ډولونو سرلیکونه راوړم او د هرې نمونې بېلګه ځکه نه راوړم چې موضوع مې اوږدیږي او په دې برخې کار مې اینده پلان دی، لکه:( ښوونيز او روزنيز نثرونه، ديني او مذهبي نثرونه، انتقادي نثرونه، رياليستيک نثرونه، عشقي نثرونه، حقيقي عشق، مجازي عشق، سياسي نثرونه، اخلاقي نثرونه، فلسفي نثرونه، اضدادو فلسفه، فکرآزادي، ټولنيزنظرونه، انسان دوستي(هيومانېزم)، مساوات.)
د هاشمي په نثرونو کې غندنې: د هاشمي په نثرونوکې غندنې هم شته. د مثال په ډول (د خانانو غندنه، منفي ديموکراسي غندنه، د وخت دځينومشرانو غندنه، قوم پالنې غندنه، نژاد پالنې غندنه او داسې نور)
د هاشمي په نثرونو کې پيداګوژيکي نظرونه:هاشمي د ارواپوهنې زياته مطالعه لري نوله همدې امله يې په نثرونوکې داسې مثالونه هم شته چې د ارواپوهنې څرکونه د ادبياتو سره ښوولی شي، د مثال په ډول (ښوونیز او روزنيز نظرونه، فردي تفاوتونه، د محيط تاثيرات، والدينو پالنه او مينه د اولاد لپاره او داسې نور)
متفرقات: د هاشمي نثرونه د معنا په لحاظ ځینې داسې مثالونه هم لري چې یوازې یو یو مثال یې په لیکنو کې تر سترګو کېدای شي چې داسې مثالونو ته یې متفرقات ویلای شو، د مثال په ډول (همدردي، د علم او پوهې ارزښت، عدالت ، علم او عمل، ظلم او زياتی، ناپوهي او داسې نور)
شاعري: هاشمي د شعراو شاعرۍ لوستلو سره زیاته مینه لري او کله کله مات ګوډ نظم هم لیکي چې د مثال په ډول یې یوه نمونه راوړم:
زندګي
بې کوره او بې اوره او خرابه زندګي
د غم د پاسه غم دی او مرداره زندګي
دا ټوله دنیا ښکلې هره خوا ته خوشحالي ده
یوازې دلته سخته ده، خفګانه زندګي
نړۍ ده په بل شانتې، زندګي په معنا پوه دي
یوازې دلته ګرانه ده، جنجاله زندګي
که ښکلوښکلاګانو ته اهمیت ورکول کېږي
هغه شان وجدان نشته، دلته ګرانه زندګي
هلته په انسان کې د انسان د نوم معنا شته
خو دلته د انسان ده، په بل شانه زندګي
که اور دی که اوبه دي او که ځمکه ده که شاړه
ایل کړي یې په فکر، دې دنیا ته زندګي
په نورو ممالکو کې حساب دی په فکرونو
خو دلته ده مرداره، له وسواسه زندګي
چې فکراو عمل مو سره یو ځای شي نو کار شي
که فکر و عمل نه وي، نو بې کاره زندګي
چې چېرته پرمختګ وي هلته فکر او عمل وي
خو دلته بیا خرابه بې روزګاره زندګي
اصغره دومره بدې سپورې مه وایه لیوان دي
که خوله یې واچوله نو بیا ورانه زندګي
ټولینز شخصیت: هر انسان په یوه ټولنه کې ژوندکوي او دی مجبوره دی چې کار وکړي او د خپل ژوند بیړۍ له دې ګردابونو نه سلامته پرمخ بوزي او ځان خپل هدف ته ورسوي نو هاشمي هم په ټولنه کې ژوند کوي او غواړي چې خپلو خلکو ته خدمت وکړي. دی ډېرې خبرې نه کوي او اکثره وخت په مطالعه کولو او کتاب لیکلو بوخت وي، د ده په خپله وینا لس کاله کیږي چې زه د لیکوالۍ سره سرو کار لرم په دغو کلونو کې ډېرې ورځې مې خپل علمي کارونو ته ورکړې دي.
د علمي خدمت کولو لپاره یې په ننګرهار کې د هاشمي کتاب خپرنځي په نامه کتابخانه جوړه کړه او د افغانستان ډېر هغه کسان چې د علمي کارونو صلاحیت لري هڅوي چې کار وکړي.
دی د سپورت سره ځانګړې مینه لري او دده په خپله وینا چې زه په سپورت کې د ښه استعداد درلودونکی وم خو دا چې په افغانستان کې یې ارزښت نه درلود او خلکو ورته هم ښه نظر نه درلود نو له همدې امله یې منظم سپورت کول پریخود خو بیا هم د خپل صحت لپاره روزمره سپورت کوي. ده ډېر وخت سپورته کړی دی او دی وایي چې د انسان فکري او ذهني ځواک د جسمي ځواک سره مستقیمه او غیر مستقیمه رابطه لري نو له همدې امله دی اوس هم سپورت د صحت او خپلو علمي کارونو لپاره کوي.
پهلواني: هاشمي ډېر وخت پهلواني کړې ده. د خپل وخت بهترین پهلوان وه، دی وایي چې کله ما منظم سپورت پیل کاوه، د هغه مخکې ما په کوڅو، کور او کلي کې غیږې نیولې او هر کس به مې ماتوه نو له همدې امله راسره مینه پیدا شوه او د لومړي ځل لپاره یې په ننګرهار کې پهلواني پیل کړه. په ۱۳۸۰ هـ ش کال یې لومړي مسابقه د شرقي زون په سطحه وکړه چې لومړی مقام یې واخیست، د وخت په تېریدلو یې د شرقي زون د خپل وزن شپږکاله قهرمان پاتې شو. د ختیځ زون اکثره ښه پهلوانان يې په خپل وخت کې څملولي دي او د دغو مسابقاتو تصویرونه او اسناد (دیپلومونه) ورسره موجود دي، دې د پهلوانۍ ۲۹ مسابقې کړې دي او ۲۸ یې ګټلې دي او یوه یې د اسیا په قهرمان د دې لپاره بایللې ده چې د هغه وزن ۹۴ کیلو ګرام وه او د ده وزن ۷۴ کیلو ګرام وه یعنې د وزن تر مینځ یې ۲۰ کیلو ګرام توپیر موجود وه.
بهرنۍ سیالۍ: هاشمي په پاکستان کې هم د پهلواني مسابقات کړې دي، د پاکستان د کوټې په سوبه کې( نیشنل ګیم) مسابقې وې او ده پکې برخه اخیستې وه او ښې لاس ته راوړنې یې درلودې. د هغه وخت اسناد او مدارک هم ورسره موجود دي.
د بدن ښکلا: د بدن ښکلا ته زیبايي اندام هم وايي، دی د پهلوانۍ سربیره دا سپورت هم کوي او په دې سپورت کې هم ښې لاس ته راوړنې لري، دوه کاله د خپل وزن قهرمان پاتې شوی دی او اوس هم دغه سپورت کوي.
همدارنګه د ولیبال، فوټبال او کرکیټ سره هم مینه لري او په دې برخوکې یې هم سیالۍ کړې دي. د افغانستان د ولسي لوبو لکه تیګه اچول، خوسی کول او مټ زور وهلو کې هم د ښه مهارت څښتن دی.
د افغانستان په سطحه د تیږې اچولو مسابقوکې یې دویم مقام خپل کړی وه. دی د سپورت سره زیاته مینه لري او دا یې هم د ژوند یوه برخه ده.
خپله موضوع په همدې ځای پای ته رسوم او په اینده کې د نور لیکوالو او پوهانو څخه امیدواریم چې په هاشمي نوي کارونه وکړي او د لیکوال د زحمتونو حق پکې ادا شي.
په پای کې ځان خوشبخته او نیکبخته ګڼم چې د ډېرو مصروفیتونو سره سره مې دغه مقالې ټولې کړې او دا دی چاپ ته تیارې دي.
په درناوی
پوهنمله مومنه درانۍ، د البیروني پوهنتون استاده
ماخذونه:
۱: هاشمي، پوهیالی سیداصغر: د نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۲ ل کال.
۲: هاشمي، پوهنیار سیداصغر: د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولېزه څېړنه(د ماسټرۍ تېزس)، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۳ ل کال.
۳: هاشمي، پوهنیار سیداصغر: ادبي وړانګې، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۳ ل کال.
۴: هاشمي، پوهنیار سیداصغر: د الفت مرغلرې( سریزه، زیاتونه او ویپانګه)، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۳ ل کال.
۵:هاشمي، پوهیالی سیداصغر: شعر پوهنه، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۱ ل کال.
۶: هاشمي، پوهنیارسیداصغر: د څېړنې بنسټونه (دتحقیق فن او لارې چارې)يار خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۴ ل کال.
۷: هاشمي، پوهیالی سیداصغر: بولـله له پیله تر خوشحاله، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۱ ل کال.
۸: هاشمي، پوهیالی سیداصغر: ادب پوهنې آرونه، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۱ ل کال.
۹: هاشمي، پوهیالی سیداصغر هاشمي: غني خان فلسفي شاعر، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۲ ل کال.
۱۰: هاشمي، پوهیالی سیداصغر هاشمي: ادبي مرغلرې، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۲ ل کال.
۱۱: هاشمي، پوهیالی سیداصغر هاشمي: ادبي درو ټاکنه، ۱۳۹۲ ل کال.
۱۲: هاشمي، پوهیالی سیداصغر، د پښتو ژبې ادبي سرلاري، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۰ ل کال.
۱۳: هاشمي، پوهیالی سیداصغر، د لیک او لوست اسانه زده کړه، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۱ ل کال.
۱۴: هاشمي، پوهیالی سیداصغر، ادبي مرغلرې(دویم ټوک)، دانش خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۲ ل کال.
۱۵: هاشمي، پوهنیار سیداصغر، د مونوګراف لیکلو لارښود: میهن خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۴ ل کال.
۱۶: هاشمي، پوهیالی سیداصغر، برخلیک(ناول): ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۱ ل کال.
۱۷: هاشمي، پوهیالی سیداصغر،د فکر بیان:۱۳۹۳ ل کال.
۱۸: هاشمي، پوهنیار سیداصغر، د فکر پلوشې: ۱۳۹۴ ل کال.
او داسې نور ................................
یادونه: د لیکوال په پیژندنه کې د هاشمي د هغو لیکنو هم استفاده شوې ده چې د مقالو په ډول په تاند او ځینو نورو ویبپاڼو کې خپرې شوې دي.