ایازي، صاحب، جنتونه دې ځای شه.


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • جعفر هاند
  • 1147

 إنا لله وإنا إليه راجعون. 

ایازي صاحب روح دې ښاد او جنتونه دې ځای شه. محمد اکبر ایازي صاحب امریکا غږ کې دجنوبي او مرکزي اسیا د څانګو مشر و، له څو میاشتو راهېسې رنځور و، نن ( اګست ٢٥) یې کورنۍ د وفات خبر ورکړ. الله دې موږ او کورنۍ ته یې صبر په برخه کړي.

ایازي صاحب په افغانستان یو مین شخصیت و. ‌‌‌‌‌‌یو مشر و، یو سپين ږیری و، یو ملګری و، یو مسلکي او ‌‌‌‌‌‌ډېر مجرب خبریال و. ما ‌‌‌‌‌‌له ‌‌‌‌‌‌ډېرو مشرانو او مدیرانو سره کار کړی، خو ده غوندې رک او راست مشر مې لا نه و لیدلی. د خپلو کارکوونکيو د حقوقو لپاره به یې تل مبارزه کوله. او د دفتر دروازه به یې تل خلاصه وه. لسیزې مخکې له افغانستان څخه وتلی و، خو د وطن درد به یې تل په سینه کې ګرځوه.

یو ورځ یو رسمي مجلس کې یو خبریال ‌‌‌‌‌‌ډېر ټېنګار کاوه چې د افغانستان پر یوې حساسې موضوع باید راپور وکړي، موضوع ‌‌‌‌‌‌ډېره حساسه وه، ایازي صاحب ورته وویل: "مننه چې ښې موضوعکانې پيدا کوی، که دقیق شواهد او اسناد لرې، راپور پرې وکړه، خو په دې هم فکر وکړه چې ستا دا راپور خو به افغانستان او د افغانستان نوم ته ‌‌‌‌‌‌ډېر ‌‌‌‌‌زیان نه رسوي؟ ښه فکر پرې وکړه."

یوه ورځ مې ورته وویل چې ایازي صاحب افغانستان کې د شپږیزې په نامه د کرکټ سیالۍ دي، که بودیجه لرئ، ور یې کړئ، د افغانستان او افغانستان د کرکټ په پرمختک کې به یوه مرسته وشي. راته یې وویل: "د کرکټ بورد مشرانو ته ووایه چې یوه پروپوزل راواستوي، بودیجه به ورته پيدا کړو." هماغسې وشو، په هغه کال کې د ده له برکته امریکا غږ شاوخوا ١٢٠زره ‌‌‌‌‌‌ډالر د شپږیزې لیګ سپانسر کړ . په دې کار سخت خوښ و.
زه به یې چه ولیدلم،‌ غږ به یې را وکړ: "هانده! کرکټ دې شه روان دی؟"

ما یو ځل په یو مناسب د دفتر ‌‌‌‌‌ همکاران او نژدې عزیزان د ماښام ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ ته میلمانه کړل. په هغه ماښام ‌‌‌‌‌‌ډېر تیز باران وشو، ‌‌‌‌‌‌یو شمېر میلمانه رانغلل او باران یې پلمه کړ، خو ایازي صاحب یو ساعت په موټر کې مزل کړی و او راغی. ماته یې یو ښکلې نیکټايي ‌‌‌‌‌‌ډالۍ هم راوړې وه. اوس هم راسره ده. زه یې په راتګ سخت خوشحال شوم. دا تصویر د هماغې میلمستیا دی.

تل به یې هر مجلس او رسمي ایمیلونو کې دا خبره کوله: هدف مو لوړ وټاکئ.

ایازي، صاحب، جنتونه دې ځای شه.