گران او هڅاندهوتک صاحب، ته راته له ژبپوهنې راتېر شه، زه به له متنپوهې درتېرشم!

  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار
  • 1109

زما او ستا ترمنځ  د نه پوهاوی لامَل دادی چې زه د ژبپوهنې په ژبه غږېږم او ته د متنپوهنې په ژبه ږغېږې!  نوې ژبپوهنه نوې نومونې اونوې ټولۍ (مقولې) لري. که څه هم ستا او نورو مينه والو په پار ورسره دوديز او يا انگرېزي انډولونه په لينديو کې نيسم.  بي- دوکتورا د ځانښوونې لپاره نه ، بلکې د دې زباد لپاره په سترگودرننه باسم  چې ژبپوهنه زما تحصيلي او علمي څانگه ده. پارسي د پښتو  هسې تشه  ترله نه، چې تربوره  يا تربره ده، ځکه ورسره تر بگني کوي . دغه دويمه يا مجازي ماناولس  را منځته کړې. يوه مور چې د لور له لاسه چاته سرټکوي، وايي: ((لور نه ده، تربوره- تربره ده!))
زه  هم که پارسي ته د پښتو تربره(دښمنه) وايم، موخه مې د دې جهادي-  ستمي ويو نکي دي( نه پخپله ژبه) چې له پښتني- افغاني ملي وکر(هويت) څخه نټه کوي، اود دې لپاره  يې له ورته ځانپلورو لږه کيوسره ناسپېڅلې ټلواله رامنځته کړې ده. هسې خو موږ ټولوته څر گنده ده چې ډېری چوپه خوله ويونکي ورسره همغږي نه دي. ژبپوهنه ټولو ۴۷  افغا نستان مېشتو ژبو ته د دې هېواد ((ملي ژبې)) وايي. په دې توگه ورسره د پښتو سيالي يوه ملي سيالي بلل کېدای شي. داچې وايو، موږ  پر هېوادني او بيا جهاني کچ د پښتو سرڅڼه او سيالي غواړو،  موخه  مو له همدغې دويمې ملي ژبې سره سيالي او برابري ده.  په دې خو ته پوره پوهېږې چې  پارسي د ايران او ماورالنهر په څېر زموږ په هېواد کې هم له يوې زرۍ راهيسې يوه برلاسې(دوميننته) ژبه ده او په سر سرکې يې پښتوتر گونډو لاندې پاتې شوې.لکه په تېره ليکنه کې چې مايې د دغه لاسبري دليلونه لنډ لنډ وړاندې کړل، بياهم وايم، يوازېنۍ سيالي چې ورسره شونې، سوليزه(معقوله)او سوله ييزه ده، هغه لنگوېستيکي سيالي ده.
  د اچې تاته دغه څانگپوهيزې - تخنيکي  ځانگړتياوې بې اارزښه  برېښي يا دې ، سر پرې نه خلاصېږي نو په بېلابېلو بڼو يې تکرار ته اړوځم، گوندې  کوم  بل مينه وال ورځنې گټه واخېستای شي.

۱) د معيار په تړاود انگرېزي او نورو غوندي پارسي د ټولنوټيز(اجتماعي)، سياسي او فرهنگي مرکزيت له لارې له پېړيو راهيسې له ټولو گړدودي توپيرونو سره سره  له يوه لږشمېر ناڅيزو ليکدودي  خورمنونو(سليقو) په استثنأ يوه يوازېنۍ ليکنۍ بڼه لري. خو د پښتو لپاره، نه هغه او نه دا  ځکه مخبېلگه (pattern,model) کېدای نه شي چې پښتو هومره ژور يا بېخبنايي گړدودي توپيرونه نه لري،  لکه واخلې دسوېل لويد يزې گړدودي ډلې خجيزه ځانگړتيا چې گرد رغاونيز او پښوييز سېستم اغېزمنوي. زه گومان نه کوم  چې تاسې لږ ترلږه د يوه يوازېني ليکدود په پار ځنې تېرشئ!  
هرگوره، په درو نورو برخو کې پارسي په زړه پورې بېلگه کېدای شي:
۲) د شونتياتر بريده موږ هم پښوييز (دستوري)ارکاييزم راکم کړو او په دې لړ کې بياهم  ځانگړی خجيز سېستم ،که رښتيا نوې ښکارنده (پديده) نه وي!
۳) د څلورگونې وييپانگې په لړ کې يې  نيولوجېزم ځانته بېلگه او په يوه لس سلنه (لس فيصده)هومره ورسره پښتو دسيالۍ جوگه کړو. 
۴) او په ورته لږه کۍ سلنه  ادبي، فرهنگي او علمي سيالي او په دې توگه راتلونکو پښتونو(نسلونو) ته يوڅه ځان سپين  کړای شو.
په پای کې دا هيله کوم چې زما پرځای، پوهنڅانگې ته درناوی وکړه او د اوږده ژوند  د عا پرځای،  راسره له مسلکي تربگنۍ څخه لاس واخله. پر پښتو او پښتنو به دې دا ستره لورونه وي چې د نورو ادبي- نوښتونو تر څنگ د استاد نوميالي له مرگه پاتې د((يوزرويوې شپې)) ژباړنه او پېينه تر پايه ورسوې، نوره  دې خوښه!
په گرده پښتني-فرهنگي مينه او مننه
ستا او د نورو پښتو او پښتون مينو زيار

((آريک ژبه)) ۶-۷ زره کاله پخوا مړه شوې
اوخپل ژوند يې سوونو لوڼو او نمسيانو ته بښلی دی
آريايي او آرياني چېرې کوم وخت موسيو ليبان نومي فرانسي ختيځپوه دهندو ارو پايي ژبکورنۍ د اسيامېشتې آريايي خرانگې د مورينې ژبې لپاره د يوه انگېرلي (فرضي) نوم  په توگه رامنځته کړی وو، بې له دې چې نور يې دومره وکاروي او رادود يې کاندې. خو زموږ دوديزو  پښتوپوهانو هسې د ځانغټاوي لپاره د خپلو تاريخي پښتو څېړنو سرليک گرځولی او داسې يې راښوولې چې که هغه ورکه ژبه راپيداشي، د پښتو گرده څو زرکلنه تاريخي  مخينه به راترلاسه کړي او  هله به يې د ټولې نړی او بيا هندي او پارسي تربورا نو په سترگوکې ورننه باسي چې وگورئ، پښتو  ستاسې تر ژبو څومره زړه او لرغونې ده او ستاسې د دواړو څانگو تر منڅ درېيمه خپلواکه آريايي  ژبڅانگه جوړوي!
دا څومره د خندا او لا دخندۍ خبره ده. دومره سول و سوچ پرکار نه اچوي چې هغه اروا ښاده ژبه يوازې د پښتو نه، بلکې له بغداده تر کلکتې پورې، د سوونو سوونو آريايي ژبو  وره انا وه. داپلمه به يې هم تر گناه بتره وي چې هغه ژبه پر هندي او آرياني څانگو وېشل شوې اود هرې څانگې ژبې يې د نړی د ټولو ۶ زرو ژبو په څېر، له څه ناڅه(زر- زرکلن زماني واټن سره) درې مهال پېره تر شا پرېښې دي: 
 
هندي آريايي زوړ پېرله (ويدي+ سانسکرېټ) ، منځنی پېر له يو شمېرپرا کرېټونو او نورو منځنيو ژبو او بيا نوی يا اوسنی پېر له لاگڼ شمېر (هندي، سندي، بنگالي، پنجابي، مرهټي، گوجراتي، سنگهالي...) ژبو سره؛
دآريانيڅانگې زوړ پېر له پېنځگونو(اوېستا، ساکي، مادي، پارسي او پارتي)ژبو سره؛ منځنی پېر له (خوتني،باختري، سوغدي، خوارزمي، پهلوي يامنځنۍ پارسي، پارتي، الاني...) ژبو سره او نوی پېر له(پښتو، پارسي، کوردي، بلوڅي، لوري، سمناني، سيوندي، گيلاني، دکسپين کڅوالو او ۱۷-۱۸ پاميري ژبو)سره.
هسې خو په دې لړ کې زړې او منځنۍ هغه په مړو کې راځي. په دې مانا چې د خپلو آرو ويونکيو له خوا نورې نه ويل کېږي. که څه هم د سانسکرېټ، اوېستا، يوناني، لاتيني... غوندې د دينښووانو له خوا د سپېڅلو متنونو په توگه لږوډېرې کارول کېږي. لارويان يې هم په نمنځونو(عبادتونو) کې کاروي او ليکنې يې هم په بېلابېلو بڼو خوندي پاتې دي. 
بلخوا، له دې هم ناخبره چې دليک مخينه تر ۵ زرو کلونو تېری نه کوي او حال داچې دآريک ژبې د منځته راتگ مخينه نن سبا له نوو زبادونو سره تر ۶ زرو کلو تېری کوي، نو څنگه کېدای شي، داسې ليکلې نښې نښانې يې وموندل شي. دکوم دين و مذهب څرک هم نشته چې يو څه  دم دعاوې يې د گروهنو (متعقدينو) له خوا سينه پر سينه او خوله پر خوله تر دې دمه رارسېدلې اوسي. هن، که دا انگېري چې ويونکي به يې چېرې په کوم ځنگله، سمندري ټاپو يا سمڅ کې وموندل شي، بياهم هسې خيال و خوب بلل کېږي!
زما ناروېژي استاد په شپېته کلنو څېړنو کې مټې د منځنۍ پښتو له دوه زرکلن زاړه گړدوده پرمختيا موندلې ((وڼېڅي)) ژبې، يوه (خوتني) ‎ډبرليک، د زړو ځاينومونو او خپلوانو ژبو د پاتشونو له مخې د منځني يا مورني  پېر څرک ولگولای شو او راروسته يې د ساکي انا، هغه بيا هم د منځني پېر ((خوتن ساکی)) د موندل شويو بودايي متونو په مټ.
خو زموږ  پېښاووان په مور ونيا(زړې ساکي) يا غورې (آرياني!) پسې نه گرځي . بلکې په وره - وره انا(آريک) پسې يې راخېستې ده!  
دوديزو استادانو، ليکوالو او څېړنوالو خو بياهم له خپلې پوهې او واک و وس سره سم لږ تر لږه د ادب و فرهنگ له پلوه  د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په لارکې د نوي  اکاد ېميک پښت لپاره  يوه لاره هومره هواره کړه او په دې لړ کې يې د(( يوې- کره ليکنۍ پښتو)) د بهير بنسټ کېښووه. مگر پېښاووانو يې له دې پرته چې د اکاد ېميکو څانگپو هانو مخې ته کرکنډې راورغړوي، د نور څه  تمه ترې کېدای نه شي!

 پوهانددوکتور م.ا. زيار
                            اکسفورډ، ۲۲اپرېل ۱۵