یوښه او بد خبر


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رومان زرملوال
  • 1124

په دې اوونۍ کې دځینو په باور یو ښه خبر دا و، چې زموږ یو سیمه ایز چارواکي یعني دبلخ والي عطامحمد نور له مخالفینو سره د افغانستان داسلامي جمهوري دولت دخبرو اترو او روغې جوړې ملاتړ کړی دی. دغه خبر دهیواد ورځپاڼو او اوونیزو دیوه ښه او امیدوارونکی خبر په توګه پخپلو لومړنیو مخونو کې خپور کړ او ځینو راډیو ګانو او ټلویزیونونو هم دخپلو مهمو خبرونو په سر ټکو کې خپور کړ.ځکه په اوس وخت کې دا نو ښه خبر دی چې دیوه ولایت یو سرکش والي چې تل دخپل حکومت د اقداماتو مخالف وي دحکومت له پریکړو څخه ملاتړ اعلاموي.ځینو ته ښایي دغه خبر یو حیرانوونکی خبر هم معلوم شوی وي. او ویلي یې وي چې څنګه داوسني ولسمشر یو مخالف والي چې په ټاکنو کې هم ورسره یو ځای نه و، او دهغه د سیال کاندید پلوي یې په ډاګه کوله او کله کله خو به یې په طعنه امیز ډول ویل چې زه دقاچاقبرو پلوی نه کوم څنګه دهغه دکړنلارې ملاتړ کوي.داخبر به ځینو ته ځکه حیرانوونکی بریښیدلی وي چې څنګه دداسې یوې ډلې اړوند کس چې طالبانو په سر ټیټۍ له کابله او وطنه وشړل اوس له هغو سره دخبرو او روغې جوړې ملاتړ کوي.
په هرصورت دغه خبر د ځینو په باور یو ښه او په عین حال کې حیرانوونکی خبر و. خو دغه خبر چې ځینو ته ښه خبر ښکاري یو بد خبر دی .دا او دې ته ورته خبرونه ښیي چې موږ اوس هم لا په اویایمو کلونو کې ژوند کوو.موږ اوس هم لا په دې نه یو بریالي شوي چې یولاس اداره رامنځ ته کړو او دحکومت پریکړې ټولو او آن خپله حکومتي چارواکو ته دمنلو وړ وي چې بیا ټول ولس پرې باور وکړي.
له طالبانو او نورو مخالفینو سره خبرې اترې هغه څه وې چې څه موده دمخه دسولې مشورتي جرګې یې په اړه پریکړه وکړه او حکومت یې موظف کړ چې ددولت له مخالفینو سره دسولې او ملي روغې جوړې بهیر ګړندی کړي. په هماغه جرګه کې د ټولنې دنورو استازو ترڅنګ د ولایتونو والیانو هم برخه اخیستې وه خو دغه ښاغلي چې نن یې دیوه بهرني هیواد دمشر غوندې له دغه بهیره ایله بیله ملاتړ اعلام کړ په دې جرګه کې هم برخه نه وه اخیستې هغه وخت یې ویلي یې و، چې ګویا دی ډیر بوخت دی او په دې جرګه کې چې دهیواد دمهمو مسلو په اړه پریکړې کیږي دګډون لپاره وخت نه لري.
زموږ حیراني په دې کې ده چې کله دیوه هیواد مشرتابه دیوې موضوع په اړه پریکړه کوي او کله چې یوه مهمه جرګه پریکړه کوي نو دیوه ولایت د والي ملاتړ او یا نه ملاتړ څه معنا لري؟ تر دې دمخه هم د هیواد دملي امنیت لوی ریس امرالله صالح کله چې د واک له ګدۍ ښکته ګوزار شو نو د روغې جوړې او سولې پر ضد یې په پروپاګندونو خوله خلاصه کړه او دایې په ډاګه کړه چې دی دخپلې دندې پرمهال هم دسولې ضد و او نه یې غوښتل چې له مخالفینو سره خبرې اترې وشي. دا ډیره عجیبه ده چې څنګه دیوه هیواد یو چارواکی دحکومت په چوکاټ کې کار کوي خو بیا دهغه حکومت دموخو او اقداماتو ضد وي. آیا په نړۍ کې بل داسې هیواد شته چې ولسمشر دې یې یوڅه وایي او وزیر یا والي دې یې بل څه وایي؟ دعطامحمد یې کور ودان چې دځینو خلکو دغه اندیښنه یې لیرې کړه چې دغه سرکش والي هم غواړي دسولې بهیر ومني او نور هلته دسولې په لاره کې کوم خنډ نشته خو دده دغه ملاتړ له خلکو سره نورې اندیښنې را پیدا کړې آیا موږ اوس هم لا د داسې نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو چې ولسمشر یوه او والي یې بله کوي؟ ايا د ۱۳۷۱ کال ګډوډي او تنظیم سالاري لا اوس هم په هیواد واکمنه ده؟ آیا له دې دومره نړیوال ملاتړ سره سره موږ لا اوس هم نه شو کولای یو جنګسالار پخپل ځای کینوو او ورته ووایو وروره! اوس هغه وخت تیر دی چې دولایت یو والي دې وزیر وټاکي اوس موږ یو انتخابي حکومت لرو اوس دلته هر څوک دخلکو درایو له مخې حکومت کوي نه دټوپک په زور.
په هر حال دا خبر سره له دې چې ښه خبر بلل شوی خو زموږ نهیلي لا نوره پسې زیاتوي.
خلک هیله لري له ډیرو کلونو ګډوډیو وروسته داسې یو نظام ولري چې خبره یې خبره وي او په حکومت کې دننه مخالف ونه لري تر څو یې په خبره باور وشي او دپلي کولو لپاره یې دحکومتي چارواکو ترڅنګ ټول ولس لاس په کار شي.