کندهار کې یو پولنډی مسلمان شوی

کندهار کې یو پولنډی مسلمان شوی


  • 1 مياشت دمخه (02/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 92

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې په کندهار ولایت کې یو پولنډی مسلمان شوی دی. 

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې د ماریک یوزیف درسکي په نوم دا کس تر مسلمان کېدو وروسته د عبدالرحمان په نوم نومول شوی دی. 

هغه همدارنګه ویلي، چې دا به د ده لپاره د ویاړ ځای وي، چې په افغانستان کې ژوند وکړي. 

دا پداسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم پنځه بهرني ګرځندویان مسلمانان شول.