- 4 کاله دمخه (22/10/2020)
- مخمد يار يار
- 1489
د دغه کتاب مدون، د یوه ښه ترتیب له مخې، مقالي د هغو د نشر د تاریخ پر اساس سره اوډلي دي؛ په دې حساب، دا مقالې له ۱۳۷۸ څخه تر ۱۳۸۹ پورې، د یوولسو کالو په ترڅ کې لیکل شوي دي.
هغه رسنۍ چې دغه لیکنې پکښې راغلي دي:
۱- "کندهار" مجله/ کندهار
۲- "ارغند" میاشتنۍ فرهنګي خپرونه/ کندهار
۳- هیله مجله/ پېښور
۴- پالنه مجله/ کوټه
۵- میوند مجله/ کندهار
۶- طلوع افغان ورځپاڼه/ کندهار
۷- ښکلا مجله/ کندهار
۸- هوسۍ مجله/ کابل
۹- هوډ مجله/ کندهار
۱۰- سور غر اونیزه/ کندهار
۱۱- لمبه مجله/ کوټه
۱۲- ښوونځی مجله/ کندهار
په دغه مجموعه کې لومړۍ مقاله، له نن څخه ۲۱ کاله مخکې (۱۳۷۸ل) کې لیکل شوې ده چې دا د استاد زرین انځور پر یوه جالب کره کتنیز کتاب "شعرونه او نقدونه" باندې د پتیال نقد دی او هلته یې له استاد انځور سره، د ادبي ټوټې پر سر غوڅ اختلاف ښوولی دی؛ استاد انځور د ادبي ټوټې وخت تېر ګڼلی، آن دغه ژانر یې له لویه سره ښه نه دی ایسېدلی، خو تنکی پتیال هغه وخت جالب مستند استدلال کوي، د ښو ادبي ټوټو مثالونه راوړي؛ په پای کې خپل نظر منطقي انجام ته رسېدلی ګڼي او د استاد انځور خلاف، پر ځوانانو د ادبي ټوټو لیکلو ږغ کوي؛ دا وخت نوموړی ۱۶ کلن دی؛ تصور کولای شو چې په دغومره سن کې، دا ډول انتقادي لیکنه د څنګه یوه استعداد او فرهنګي ظرفیت څرګندویي کولای شي!
باور لرم که نن زموږ دا ځوانیمرګه ککره ژوندۍ وای او دا ټولګه یې تدوینېدای نو ممکن پر اکثرو مقالو به یې له سره کتنه کوله، یا څوک څه پوهیږي چې یونیم لیکنه به یې صرف نظر کوله، خو په هر صورت، دا ذهني اټکلونه دي، اصلي مقصد مې دا دی، که د پتیال دا مقالې په انتقادي نظر مطالعه کیږي، نو بویه چې د زمانې په زمینه کې، د هغه ارتقایي سیر هم مد نظر ور سره ونیول شي او د نوموړي وروستي فرهنګي- فکري دریځ ته په کتو ولوستل شي، ځکه طبیعي ده چې نوموړی هم، د بل هر انسان غوندې، د پختګۍ پر خوا تکاملي ګامونه اخیستي دي.
د دې مجموعې د مقالو له شکل و محتوا سره زه جالب تاریخي- رواني تړاو لرم چې تر نظر یې تېروم نو ما د ګډو وډو خیالاتو او بې تعریفه کیفیاتو عجیب جهان ته وړي ځکه زه او پتیال د خپلو فرهنګي تجربو په تقریبن لومړیو وختو کې سره آشنا کیږو؛ نور نو له ملګرو: (عبدالله خیال (د طالبانو له خوا شهید)، عبدالله احسان، اسماعیل جان احسان(د طالبانو له خوا شهید)، عزت الله پیژاند، عبدالجبار فراز (هغه وخت ترابي، بیا ترنګ)، رحمت الله غورځنګ، عبدالواسع هڅیال، احمد فاني، صالح محمد صالح، عبدالله هنرمل، حکیم بری، محمد عمر واحدیار، نوري شیون، عزت الله امید، حکمت سروش، واصل حسنیار، احسان الله جرس، حمید فراز(هغه وخت ترابي)، نور احمد قرآنمل، اسدالله زیار، محمد صادق پښتون، نور آغا هاشمي، روښان ولسمل (انجنیر)، عبدالودود افکار، پیر محمد نوري، محمد قاسم زهیري (انجنیر)، جاوید رفیقي، فرید احمد ترین، فضل حق فطرت، جاوید نورزاد، حیات الله کاکر، عبدالرازق، مختار احمد انتقام، بشیر احمد بشارت (شهید) او .... سره، له طالبانو په غلا مشاعرې، زموږ د مهربان استاد -محمد اسحاق توریال- په لوحه نویسې کې فرهنګي بانډارونه چې موږ په مخفي توګه، د بېنوا فرهنګي ټولنې دفتر او کتابتون ګرځولی وو، تر طالب استبداد وروسته، ښکاره فرهنګي هلې ځلې، د ملګرتوب له سړو تودو ډک ژوند، پر یوه سړک زما و پتیال د لوحه لیکنې کارځایونه او .... دا ټولې شېبې مې یوه په یوه را یادیږي؛ نه پوهېږم چې ځوروي مې، یامې خوشحالوي؟ بس د درد او ویاړ له یوه سره اخښلي احساس سره یې اخته کړی یم؛ تقریبن له دا هر سرلیک سره مې خاطرې تړلي دي، باور لرم چې د هغه مهال هر ملګری یې لولي، نو په حال ترخه شېبه کې به، د ماضي هماغه خواږه خاطرات ور یادوي، ځکه ملګرو به پر دغو موضوعاتو، تحقیقاتو او مطالعاتو ناتمام بحثونه کول، کله به سره جدي وو او کله به بیا داسې وخت به هم راتلی چې کوم سرلیک یا موضوع به کوم پساتي ملګري ګپې ته برابره کړه او فضا به د خوش طبعۍ خوشبو پر سر واخیسته؛ په دې کیسو کې جبار فراز تر نورو مخکښ وو؛ مثلن، یو وخت پتیال پر استاد بېنوا تحقیق کاوه نو د هغه د کورني د یوه مشر -ملا ګلاب اخند- نوم یې ډېر یاداوه، آنو دا وو چې جبار د ملا ګلاب اخند نوم پر کښېښاوه؛ هغه ملا ګلاب اخند راغی؟ چیرې دی ملا ګلاب اخند به نه وي راغلی؟ او..... پر دې به نو تر نورو پتیال خپله ډېر خندل؛ بیا چې یې پر میر حیدر صاحبزاده څېړنه کوله، نو پښتون فردوسي هم وبلل شو؛ عصمت زهیر بیا د هغه د یوې لیکنې د سرلیک له امله (پښتو قدوري) نوم پر ایښی وو؛ دا نو یوازې له نوموړي سره نه وه، بلکې د دا هر ملګري اړوند دغسې کیسې جوړېدلې؛ دا داستان که له یوې خوا د پتیال د ملګرو د فرهنګي مینې ښکارندوی وو، بل پلو بیا د دوی تر منځ د صمیمیت، زغم او ګډ کار څرګندوی هم وو.
د ځوانۍ پر ښاخ چپه پتیال خو د هغه خپلې جهالت او افراطیت ځپلې ټولنې وخوړ؛ هغه بله هیڅ ګناه نه لرله، هغه د چا خبره، مېږی یې هم تر پښو لاندې نه وو آزار شوی، اما د هغه تر ګردو لویه ګناه هغه وه چې ثبوت یې "د عبدالقدیم پتیال مقالې" په نوم، ستاسو مخ ته پروت دی، ځکه په وروسته پاته او متحجرو جوامعو کې، تر دغسې علمي- فرهنګي کار ور هاخوا، بله کبیره ګناه نشته.
د ځوانیمرګ پتیال د فکر و فرهنګ، د کبیره ګناه پر لار، د هغه د فرهنګي میراثخورو د یووالي او هماغسې ژورې ژمنتیا و سنګین ژوندانه په هیله!