د رېنېسانس پر فرهنګي بستر د علمي او تکنولوژیک انقلاب په پایله کې صنعتي انقلاب د بشریت د تاریخ تګلوری بدل کړ.
له صنعتي انقلاب سره سم د سرچینو (کانونو او خامو موادو) اړتیا د سیاسي واکمنۍ د تر ټولو مهم بنسټ په توګه وپېژندل شوه. اروپایان د صنعتي انقلاب خاوندان وو، په خامو توکیو او طبیعي سرچینو پسې راووتل، په دې توګه د «ښکېلاک = استعمار» او «زبېښاک= استثمار» زمانه پیل شوه، د هیند په لټون پسې د امریکا لویه وچه وپېژندل شوه او په دویم پړاو کې زرینه مرغۍ (هیندوستان) لاندې شو او د افریقا لویه وچه یې له عاج، الماسو، سروزرو، ځنګلونو، ژویو... او ان بشري ځواکه تشه کړه.
هیندوستان لوټ شو، د افریقا الماس و سره زر غلا شول او د ښکېلاک و زبېښاک ښامار تر نړۍ ګرد راتاوشو.
تر همدې تاریخي پړاو روسته هوښیارو ملتونو د نورو سرچینو راخپلولو او په خوب ویدو ملتونو د خپلو سرچینو د پردي کولو او پلورلو بهیرونه راپیل کړل.
په منځني ختیځ کې د اینرژي (تیلو او ګازو) تر موندلو روسته ښکېلاک و زبیښاک خپل نېښونه ورته راوغځول او یوه لویه لوبه پیل شوه.
په نولسمه او شلمه پېړۍ کې هر ملت چې راویښېده، لومړۍ پوښتنه يې د خپلو سرچینو کوله: (څنګه، ولې، د چاپه لاس، په څومره ملي ګټه، د څه لپاره او په کومه بڼه) استخراجیږي؟
دا وړه پوښتنه نه وه، ډېرې د سرچینو غلې واکمنۍ یې راوپرځولې او ګڼ کیڼ و ملتپال نهضتونه یې راهسک کړل.
مصر د سویز کانال ورخپل کړ او عربي ملتپالنې پر خپلو اینرژيتیکو سرچینو د واک زیاتولو هڅې راپیل کړې.
تونس، لیبیا، یمن او نور راوښورېدل او نویو راپورته شویو عربي هېوادونو (امارات، قطر، کویت...) د خپلو سرچینو په مټ د موډېرنیتې لار ونیوله، چې منځټکی یې د سرچینو د ګټې ملي کول وو.
د ۱۳۳۲ لمریز کال د اسد په ۲۸ مه ایراني ملتپالو او چپیانو کودتاه وکړه، د ایران د انقلاب روح همدغه پېښه وه او اصلي غوښتنه یې د نفتو د صنعت ملي کول وو.
په دې ټولو انقلابونو کې خلکو ویل:
طبیعي سرچینې د خلکو ملي ملکیت دی او خلک یې باید د راویستلو، پروسس او لګښت واک ولري. همدا یعنې ولسواکي، یعنې ریښتینی جمهوریت.
خبره په هغه ملي میکانیزم کې وه، چې هر ښاروند ډاډه وي، چې په ملي سرچینو کې یې برخه خوندي ده او د ده د هوسا ژوند لپاره کارول کیږي.
نن سبا افریقا تشه کړای شوې ده، منځنی ختیځ د خپلو اینرژیتیکو زېرمو روستنیو غوړپونو ته ناست دی، صنعتي نړۍ د تکنولوژۍ په بریښنايي کولو پسې هڅه کوي او روانې خوږې اوبه تر ټولو په ګرانبیه سرچینو بدلیږي.
افغانستان مهم دی:
د نړۍ ناڅاپه پام شو، چې د نوې زمانې له اړتیاوو سره سم یوه لویه زېرمه او خزانه لا همداسې ډکه پاتې ده، چې نوم یې دی افغانستان.
د دغې لویې خزانې د راخپلولو یوه اساني په دې کې ده، چې ولس یې لا ویښ او روښانه نه دی. خپل ملتپال او وطنپال لا هم تکفیروي او د تکفیر استبدادي دستګاه په کمه بیه ځان پلوري.
له رنګارنګ کانونو ډک دغه هېواد ژر راتشېدلای شي، خو بېړه په کار ده، تر دې مخکې چې ملتپال او وطنپرست ځواکونه سره یو شي او ملي ویښتیا و روښانتیا راپیل کړي، باید سرچینې یې لوټ شي. کیسه راپیل شوه او نن سبا یې تاسو خبرونه اورئ.
تکفیر شوي افغان ملتپال و وطنپرستان تر هغو چې ځان له تکفیر څخه سپینوي، افغانستان به د افریقا په شان تش شوی وي او د سړک پر سر به د وږي افغان ماشوم ځنکدن ته ټپوسان شېبې شماري، چې مړ شي او دی یې غوښې وخوري.
که د خپلو سرچینو واک «ملي» نه کړو او ولس د خپلو طبیعي زېرمو واک پخپله ویښتیا و روښانتیا ترلاسه نه کړي، نه یوازې دا، چې له دې سرچینو به خیر یونه سو، بلکې د سرچینو د چور او تالان قربانیان به هم یو.
د الماسو او سروزرو پر خزانو ناستو افریقايي بېوزله هېوادونو برخلیک راروان دی، چې میلیونونه انسانان یې له لوږې، ایډس او روسته پاتې والي و بېتعلیمۍ څخه هره ورځ مري، خو هیڅوک یې لا خبرونه هم نه خپروي.
هو!
موږ همدا نن او سبا د خپلو طبیعي سرچینو او شتمنیو قربانیان یو!
که راویښ، روښانه او سره یولاس نه شو او راونه خوځيږو!