نن د هېواد ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو، چې تر پنځه کلنۍ کم عمره دوه میلیونه ماشومان به په کې واکسین شي.
«له پولیو څخه پاک افغانستان» وېبپاڼې پر خپله اېکس پاڼه یوه اعلامیه کې لیکلي، چې نن «دوشنبه د اکتوبر۲۳مه» د پولیو دغه کمپاین ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان او غزني ولایتونو کې پیل شوی دی.
اعلامیه کې د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي، څو افغانستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه لاړه شي.
د یادونې ده چې روان کال هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ننګرهار ولایت کې دي.