« ما له دهٔ ډېر پهٔ وطن مین نه دی لیدلی، دا پهٔ دې بنیاد نه وایم چې شعرونو کې یې یاد کړی. کهٔ بهٔ یې خبرې کولې یا بهٔ یې پهٔ وطن کولې، یا بهٔ یې د وطن پهٔ ادبیاتو کولې. دا مې ډېرې ترې اورېدلي: ( کهٔ دغه سړک پوخ سي، دا بهٔ پلاني ځی ته ګټه ورسوي، کهٔ دا پلانی بند پوخ سي، د پلاني دریاب اوبهٔ مهار سي، دومره مځکه بهٔ اباده سي… ) همیشه بهٔ یې همدا خبرې کولې. »
د پسرلي صاحب پهٔ حق کې پورته خبرې د دهٔ زوی اسدالله غضنفر کړې وې.
عطا محمد هیله من یې د ۱۳۸۴ لمریز یوه خاطره لیکلې وه چې: « … پهٔ موټر کې زهٔ لهٔ استاد پسرلي سره پهٔ چوکۍ ناست وم. لهٔ پندونو او خوندونو ډکه مرکه مو سره کوله. یو وخت یې غږ غلی شو، زهٔ ورته منتظر شوم چې سترګو ته مې یې ولیدل؛ پهٔ وړو، وړو سترګو کې یې اوښکې ډنډ وې. او لهٔ موټره بهر یې پر منارونو او منظرونو نظر ګنډلی و. پهٔ ارامه یې لهٔ ځان سره زمزمه کوله، یوازې دا بیت مې یې تر اوسه یاد دی چې:
بیا بهٔ هنګامه څوک د ساړهٔ غزني توده کړي؟
محمود ترې کډه وړې ده، ایاز پاتې نه دی
استاد ته مې ویل: لکه چې عزني ته راورسېدو؟ ویل یې: هو، دا د عظمتونو ښار غزني نومېږي. »
دا اوس مې د پسرلي صاحب سره د ومان نیازي مرکه لیده. ومان صاحب روغبړ کې ورته وايي:
ـ استاده، یو نابللی مېلمه منې؟
استاد پسرلی موسیږي:
ـ مېلمه خو پهٔ هر حال د سړي سر سترګې وي. هغه چې بللی وي، هغه خو نو ما بللی وي. چې نا بللی راځي زهٔ خو پهٔ هغهٔ لا ډېر خوشاله یم. زهٔ یې غوښتی یم.
ومان صاحب یې د کور پهٔ انګړ غږوي. هلته رقم، رقم ونې، سبزي او ګلان وي. پسرلی صاحب ورته وايي: « څې دا ونې او طبعیت نهٔ وي دېوالونه سړی مړوي. »
استاد پسرلی د کاروان صاحب لهٔ قوله چې: « د خانانو لهٔ کورنۍ و. خو دې خپل هنر پرې د عاجزۍ او فقیرۍ ډېر دروند سیوری اچولی و. » کله چې د پسرلي صاحب ځوان زوی (ساهو) وفات و. کاروان صاحب او نور ملګري د پسرلي صاحب کره غمشریکۍ ته ورغلي وو. پسرلي صاحب هملته کاروان صاحب ته دا عجیبه خبره کړې وه:
« دوستان ډېر عجیب دي. غم کې د تقسیم عملیه اجرا کوي. او خوشالۍ کې د ضرب… خوشالي درته څو چنده کړي، او غم درنه واخلي. »
غضنفر صاحب د خپل پلار ( استاد پسرلي) یو عادت بیانوي چې:
« هغه نظر څې بهٔ یې و، هغه بهٔ یې مجلس کې ام وایهٔ. کهٔ هغه بهٔ هرڅوک و. د خولهٔ او د زړهٔ د خبرې یو والی د کور او د مجلس د خبرې یو والی ما پهٔ بل هیڅ بنیادم کې دومره ډېر ونه لیدهٔ. »
استاد پسرلی د خپلې شاعرۍ پیل داسې بیانوي: « ووړ وم، چې رینګه بهٔ مې کوله. یو شی بهٔ مې پهٔ زمزمه وایهٔ، خدایزده مانا بهٔ یې لرله کهٔ نه… پلار مې طلوع افغان اخبار راوړ. کیسې او شعرونه بهٔ یې راته لوستل ډېر خوند بهٔ یې راکاوهٔ. څهٔ شعرونه بهٔ مې ترې زده کړل، زمزمه کول بهٔ مې. بیا مې ځان سره ویل زهٔ هم همدغسې شی نظموی سم، خو موضوع نسته… »
د درمل صاحب لهٔ مالوماتو چې استاد پسرلي شپاړلس کلنۍ کې شاعري پېل کړه. د شعر پهٔ اړه یې ویلي:
« شاعري د انسان د عواطفو، احساساتو، تخیل او فکر دقیقه فلمبرداري ده چې پهٔ خپله یې کوي. »
ومان نیازی ترې پوښتي: شاعرۍ کې د خیال راوړلو طرفدار یئ، کهٔ د فکر؟
دی موسک شي: « مرغهٔ پهٔ دوو وزرو الوزي، پهٔ یوهٔ نهٔ الوزي… »
استاد پسرلی د ۱۳۰۷ کال پهٔ ثور کې د غزني قره باغ کې وزېږېد. بیا کندز ته کډه شو. یو وار چې د ځوانۍ پر وخت کابل ته راغلی و… استاد شپون د هغهٔ وخت خبره کوي:
« زهٔ کابل کې وم، پښتو ټولنه کې وم. چا راته ووې: دلته یو شاعر لهٔ کندزه راغلی، یو ښایستوکی زلمکی دی.
ما وې څهٔ نومېږي؟
وې یې: صدیق نومېږي.
ما وې د دې نورو غوندې خو بهٔ دی ام… شعر خو هر سړی لیکي. ویل یې: نه، دی یې بل رقم لیکي، موږ غوندې یې نه لیکي. پوهېږې دا سړی څوک و؛ الفت صاحب و. »
استاد پسرلی چې نوی شاعر شوی و. شعرونه یې پټ ساتل یوه مرکه کې د خپلې شاعرۍ پهٔ باب وايي چې: « اخبار ته مې ام نه ورکول. ښهٔ خبر وم څې دا اخبار پنځهٔ کسه ام نه لولي، خو مال هغه پنځهٔ نفره ولې ایما پهٔ غلطۍ خبر سي… »
د مهاجرت پهٔ وختونو کې پسرلی صاحب اول کس و چې افغان ادبي بهیر یې را شروع کړ. د کاروان صاحب لهٔ قوله چې:
« یو وخت مو د افغان ادبي بهیر د غونډو ځای نه لرلو، بیا مو د دوی ( پسرلي صاحب) پهٔ حجره کې غونډې کولې. »
کاروان صاحب د استاد پسرلي پهٔ باب دا خبره هم کړې وه چې: « لعل و خو پهٔ تیارهٔ کې پټ و. څومره یې چې حق و پېژندل شوی نه و… »
د استاد ګوشه نشیني او حلوت فطرت و. ومان نیازی ترې د لیدلو شاعرانو پوښتنه کوي. استاد پسرلی ډېر نومونه ورته اخلي کله چې موسی شفیق ته رسیږي؛ پهٔ ټوکه وايي: « مرحوم شفیق مې ډېر لیدلی و. هغه چې لهٔ خارجه نوی راغلی و؛ تګ را تګ مې ورسره و. هغه وخت لا نه و مقرر، چې مقرر شو. څو واره یې احوال راولېږه ما وې: تهٔ اوس غټ سوې. زهٔ یې غټانو سره نه پالم ههه. »
استاد پسرلي د حامد کرزي مډال ونه مانه، ویل یې: کرزی پهٔ شعر نه پوهېږي.
یو وخت یې " زرکه " او " ښارو " ښځینه نومونو باندې شاعري کوله. بیا یې یوه مرکه کې ویلي: « ښځې مې تشویقولې، هغه دی زړورې مې کړې، پخوا یوه شاعره نه وه، اوس څومره ډېرې دي. »
د دهٔ ماشومان، کوترې، آسونه، غالۍ ، خطاطي او رسامي ډېر خوښېدل. د ومان نیازي لهٔ قوله چې: « لهٔ دیرشو ډېر آسونه یې لهٔ لاسه تېر کړي وو. »
هغه وخت چې (شعر) کهٔ (نثر) بحثونه ډېر ول. استاد پسرلي ومان نیازي ته داسې ویلي وو:
« لهٔ چا مې واورېدل چې شاعري بس کړئ، یو رحمان بابا بسنه کوي… کهٔ شاعري بس کړو کهٔ نه یې کړو بس رحمان بابا اوس هم ماته خوند نه راکوي. ځکه چې زما د زړهٔ پیغام نسته ورکې. هغه د درې سوه کاله پخوا د یو سپین ږیري اواز و. اما زهٔ د نن سړی یم. د هر وخت خلک باید شعر ووايي، باید نثر ولیکي. »
او عابد صاحب ته یې مرکه کې ویلي وو:
« هغه ځوانان چې لهٔ پیله یې شعر نهٔ وي لیکلی، او نثر لیکلو ته مخه کړي نثر بهٔ یې ډېر بې خونده وي. پرېږدئ چې شعر لیکلو سره ادبي ذوق پیدا کړي. او چې ادبي ذوق یې پیاوړی شي بیا نو نه شي کولی چې ځینې مسایل پهٔ شعري قالبونو کې راونغاړي، مجبور دي نثر ولیکي. »
د خپلو زمنو پهٔ اړه یې ویل: « ښهٔ دي، لهٔ خپلو کارونو سره کار لري. غضنفر مې پهٔ دې خوښ دی چې یوازې ځان نه رسوي، لهٔ ځانه سره نور هم رسوي… ایمل مې د نطاقۍ پر وخت د ذهن پهٔ حاضرۍ خوښ دی. »
لهٔ پسرلي صاحب د وروستي ارمان پوښتنه کېږي، وايي:
« ارمانونه ډېر دي، سړی کوم یوهٔ ته ارمان ووايي خو چې افغانستان د فقر او بدبختۍ پهٔ لومړۍ او دویمه درجه کې نهٔ وي… څې لهٔ نورو سره سم سو. اتي بهٔ سړی مطمین… ساه ورکي عزرایل ته، څې راځه اوس یې اخله، ههه. »
عالم ګل سحر د استاد د ناروغۍ د وخت کیسه کوله چې: « کله یې چې زوی اجمل پسرلی پوښتنې ته راغی، د دې پهٔ ځای چې د کور د حال پوښتنه ترې وکړي. د وطن پوښتنه یې کوله ورته ویل یې: « تاسې خو راډیوګانو کې یئ، تاسې ته خو مالومېږي وطن کې څهٔ حالت ده؟ څنګه بهٔ شي، وطن کې بهٔ ارامي راسي؟ »
استاد پسرلي د ګردو ناجوړي لرله. د عمر وروستۍ شپې یې د هندوستان پهٔ ( میټرو) روغتون کې تېرې کړې. د ۱۳۹۲ لمریز د جدي پهٔ ۲۲مه د یکشنبې پهٔ ماخوستن ومړ. استاد غضنفر یې د مړینې شیبې داسې ثبت وې:
« څو شیبې وروسته پهٔ مصنوعي طریقه فعال شوی زړهٔ هم ودرېد. اغا د ډیلي پهٔ وخت د شپې پهٔ یوولس بجې او پنځهٔ ویشت دقیقې وفات شو. د کټ پښو ته یې ودرېدم، لکه یو څوک چې لهٔ ډېر ستړي مزلهٔ وروسته ارام شوی وي. ارام و خو لهٔ ځانه یې د روغتون د شنو جامو د رایستلو له پاره باید غړي یو ځل بیا نا ارامه شوي وای… »
استاد، ویلي وو:
ور یې وړئ تابوت، چې یې بلا اخلي پهٔ مړینه هم
دغه تش ګوچی پهٔ ښایسته کابل کې وټومبئ
خو؛ د شپون خبره:
« صدیق پسرلی مړ نه دی، د هندوکش پهٔ تړو کې کیندل شوې مجسمه ده. »