ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

ښاغلي نصرت الله الهام شعرونه

نصرت الهام له نن نه ٢٥ کاله وړاندې د ننګر هار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په يوې درنې، پښتنې او با ديانته کورنۍ کې خپلې ګلاب، ګلاب سترګې د مهاجرت په کلي پېښور کې د ښکلاګانو نړۍ ته پرانيستي .
الهام  د خپل عمر ډېره برخه هم د پښتنو په دويم کور د مينې، عاطفې او زبردسته شاعرانه سيمه يانې پېښور کې تېره کړې.
الهام د مهاجرت په سختو شپو ورځو کې د ديني زده کړو تر څنګ ايله ايله تر دولسم ټولګي پورې زده کړې په ښه برياليتوب سرته رسولي.
د لوړو زده کړو خوبونه يې اوس هم هره شپه له خواږه خوبه راويښوي .
نصرت الهام چې له شاعرانه فطرت سره دې نړۍ ته راغلى په تانده ځوانۍ کې يې په شاعرۍ پېل کړى او په پېښور کې د افغان ادبي بهير، افغان ادبي ټولنې او افغان فرهنګي ټولنې فعاله غړى، وياند او رپورټر پاتې شوى، الهام ددې لړۍ مزى لا نه دى پرې کړى او په کابل کې هم په ادبي او هنري چارو بوخت دى.
نومړى د کمپيوټر په ژبه او په کمپيوټر هم ډېر ښه پوهېږي، ځکه خو يې د تندې www.tolafghan.com په نوم يو ښکلى ادبي او هنري وبلوګ جوړ کړى.
الهام په خپل عمر کې ډېرڅه پنځولي دي، يوه شعري ټولګه يې لا پخوا چاپ شوې او بله شعري ټولګه يې همدا اوس چاپ ته تياره ده، يو د لنډو کيسو ناچاپ کتاب لري او د اردو ژبې نه يې يو په زړه پورى ناول هم ژباړلى، که خداى غوښتل د لوستونکو لاسونو ته به يوه ورځ ورسېږي، د پراخ او روڼ ذهن لامل يې بوله چې له دري، اردو، عربي او انګليسي ژبو نه ژباړې کوي او ډول، ډول ذوقي سياسي ادبي او هنري ليکنې کوي.
د نصرت الهام د ښې راتلونکې په هيله


ارش ننګيال
کابل : کارت نو
٢٠٠٩-١-١٠