ته چی بل ته په خندا شی

2020-09-21

په ما جوړې تورې شپې شي ته چی بل ته په خنـــــــــــدا شــــــی
  پۀ زړګي مې راخورې شي ته چی بل ته په خنــــــــدا شــــــــــــی
  
  د زړه تل مې په لړزه شي مينارې مـــــــــې دزړه ريـــــــــــــــږدي
  څومره سختې زلزلې شي ته چی بل ته په خـــــــــندا شــــــــــــی
  
  اميدونه مې تا لا شي دارمان غــــــــوټــــــــۍ مـــــې مــــــړاوې
  راته ډيرې انديښنې شي تۀ چی بل تــــــــــه پــــــــه خــــندا شی
  
  سره ارونه رانه تاو شي سيتمونــــــه رانـــــــــه تـــــــــــــاو شي
  اشنا غم مې يو په درې شي ته چـــــی بـــــــل ته په خندا شی
  
  شبګيرې مې په سر واخلي انديښنـــــــې مې په سر واخلي
  هغه شپې څومره اوږدې شي تــــــه چـی بل ته په خندا شی
  
  هسې نه چې مې کا فر کړې بيا پۀ خپل اختيار کې نـــه وم
  رانه هيـــــــرې کلمې شــــــــــي تــــــه چی بل ته په خندا شی
  
  ز مابله چاره نشته کلی کور بــــــــه درتــــــــــــه پــــــريـــږدم
  بار زما به جنازې شي ته چی بل ته پـــــــه خــــــــندا شــــــــی
  
  ګرانه ډير راباندې ګران يې هيراولی خــــــــــــــو دې نــــشم
  پۀ ژاړه مې سترګې سرې شي ته چی بل ته په خندا شـــــی
  
  لږ تپوس خو رانه وکړه چې په زړه مې څــــــــــه تـــــيريــــږي
  خور م قسم ارې ارې شي ته چی بل ته په خــــــــــندا شـــــــــی
  
  ( لعل الدين ) په زړه نازک هسې نه چې خــــــــون يې واخلې
  رنګ يې ژيړ خولې خولې شي ته چی بل ته پـــــــه خندا شی