بس هم ته زما جانان یې

2020-09-21

ګــــرانــــــه ډیـــر رابـــانـدې ګران یې
 د زړه کــــــورکــــې مــــــــې ودان یــې

  بـــــې لــــه تــــا مــــې بـــل څوک نشته
 بس هـــــــــم تــــــــه زمـــــا جـــانـــان یې
 يـــــوســــا عت مــــــــــې نــــه يـــې هير
 ر ا يـــــــــــــا د یــــــــږ ې بـــــيخي ډ يــــر
 ته او خدای يــــــوڅــــــل خــــــو راشه
 په زړګي کې مــــــــې ارمــــــان يـــــې
 بس هم تۀ زما جـــــــــانــــــــــان یـــــــــې
 زړه مــــــــې مينـــــــــــه درنـــــــــه غواړ
ستا په مينه بـــــانـــــــدې ويــــــــاړي

 لــــــږ ديـــــــدن مــــــــــې زړه ته ورکړ ه
 للمو ځمکو ته بــــــــــــاران يــــــــــــــې
 بــــــس هــــــــم تــــــــه زمـــا جـــانان یې
 
راتــــــه خــــانـــــده چــــــې راګــــــورې
 د سپږمۍ سکــــــــنۍ خــــــورئـــــــې
 ستــــــــا د ستــــــــرګـــوبــلاواخــــلم
 ښا پرۍ د بــــــــــــدخشــــــــــان يــــــــې
 بس هم تۀ زما جــــــــــانـــــــــان یـــــــې
 زړه مې غـواړي چې دې ښکل کړم

خـــــونــــو څنـــــګه بـــه دې خـپل کړم
 ر سيده و تــــــــا تـــــــه ګـــــــــــران دي
 زه په ځمکه تــــــــــۀ اسمــــان يــــــــې
 بس هم ته زما جـــــانـــــــــان یـــــــــــــې

ا ننــــــګي دې ســــــــــــرۀ ګـــــــلونــــــــه
سره لبـــــان دي ســـــــره
اورونه
 
سپين رخسار دې سپينـــــــه واوره
 
پۀ هــــــــر لــــــوړ قيمت ارزان يـــــــې
 
بس هم ته زمــــــــا جـــــانـــــــــان یــــــې 
 
ستـــــا سپين مخ لــــکه کتــــاب دی
 زه يــــــې لــــــولـــــــــمه ثــــــــــواب دی
 ستا کو څـــــــــه زمــــــــــا کعبــــــــه ده
 او تۀ خوږ لکـــــــــــه ايـــــــــــمان يــــې
 بس هم ته زمــــــــا جـــــــانـــــــــان یــــې
 
ستـــا غمـــونــــو يـــې زړه شين کړو
 ليــــــونـــی دې ( لعل الد ين )کــــړو
 ورشه غيــــــــــږ د ميــــــنې ورکـــــــــړه
 ته يې درد لــــــــره درمــــــــــــان يـــــــې
 بس هم ته زمــــــــاجـــــانـــــــان یــــــــې