دکور پنجره

2020-09-21

عقل مې لمـــن دلیونـــــو نیســــــي

لاره دزنځیر او زولنـــــــو نیســـــي

 

ماته کړه اشنا دکور پنجــــــره زمــا

مخه دسحر درنګینـــــو نیــــســــــي

 

داسړی سینې به څنګه ســـری نه وي

وخت راته اورونه په سینو نیســــــي

 

خیال به د بی ننګو دلته نــــه کـــــوې

پیغلې مې سنګر دمیـــړنو نیســـــــي

 

تیر چې یې شم زه دحسن سیـــوري ته

زړه مې په انګار دسپیلنــــو نیســـــي

 

نه کــــوې عــــلاج دخپل خــــرد ولې ؟

یار چې مې زمر ي په غر څنو نیسي

کابل ۱۳۶۴