معامله ګري

2020-09-21

ماویل چې په دې ښارکې تاجران معا مله ګر دي

یارانو په والله چې اوس یاران معامله کر دي

ماڼۍ دباورونو مې تالا ځکه نن ښکاري

ملګري دیوې لارې  یو ارمان معامله ګردي

ځنګل کې ځناور له دې کیسو نه خبر نه دي

یوازې دې نړۍ کې انسا نان معامله ګر دي

څه لوبې دوطن او دناموس په نوم ونه شوی

دګران وطن په نوم ټیکه داران معامله ګردي

دابیل چې پټ پټونې کړي له ما نه او له تانه

بس پوه شه چې همدغه دکاروان معامله ګردي

ډیوې دامیدونو چې دزړه په کور کې وژني

زما او ستا دوینو او دځان معامله ګردي

لیلا که دښایست دسودا ګرو سره لاړه

زموږ په زمانه کې مجنونان معامله ګر دي

حیران یمه همزولو ، چې دا چاته ورنژدې شم

پردي خو په ځای پریږده چې خپلوان معامله ګر دي

کابل

۱۳۶۹  / ۱ / ۷