2020-09-21
اغزي چې راته سیوري دګلانو ته ویده شول
زما دزړه په وینو دهر ګل لیمه لانده شول
دوینو فواری مې دهر ګل دمخ شوه پرخه
بس ګل ته تازه ګي شوه زما وچ دواړه لیمه شول
سینه چې دګل څیري شوه ښکلا شوه او خندا شوه
دحسن په رڼا کې تورتمونه په وا ته شول
که توره شپه سبا شوه لمر ختلې په اسمان دی
دوصل تر مقامه منزلونه لا اوږده شول
چې نورو په سر اړول نشې وې او لذت وه
زما لاس کې جامونه خو له زهرو نه تر خه شول
کابل
۱۳۶۲ / ۵ / ۲۴