ساقي چې شـــــــــــــراب را نه كړې جامونه ماتـــــــــــــــــــــوم
پر نورو ميخورانو دې ســــــــــــــرونه ماتــــــــــــــــــــــــــــــــــــوم
(په خوي او په فطرت كې زما ټكـــــــــــــى وفا نشتــــــــــــه)
اشنــــــا راته ويل چې هســــــــې زړونه ماتـــــــــــــــــــــــــــــــوم
د ميني پرځاى تخـــــــــــــم چې د كركې شينـــــــــدي چيرته
په سوك د داسې كس خـــــــــــــوله كې غاښونه ماتـــــــــوم
په پښو كې يې نور وړاى نشم، كړې پښې يې راته ماتې
د وخت دا زولنـــــــــــــې، دا رواجــــــــونه ماتـــــــــــــــــــــــوم
كه خداى وكړي، كه ونغاړم تصوير يې په غــــــــــزل كې
پر مخ د تخـــــــــــــيل يې زه رنګــــــــــــونه ماتــــــــــــــــــــوم
دا خپل دې ليــــــــــوني ذوق يې راوستـــــــى يم ديدن ته
خداى مه كړه چې ګلـــــــــــبڼ كې به ګلونه ماتــــــــــــــــوم
حضـــــور ته دې راغلى يم د ســـــــــــرو شونډو بوسې ته
په زړه كې مې دا تنـــــــــــدې، دا اورونه ماتـــــــــــــــــــــوم
اشنــــــــا وې لږ د راز و نيــــــــاز دنيــا ته سر ښكاره كړه
بيا ورو ورو درنه خپــــــــــــــــــــله حجابـــــــــــــونه ماتـوم
ګرديز ۲۰ اكتوبر ۲۰۰۵