ټول حال به يې ويلى واى ارزو مې ليونى ده
خو كاش چې مې د درد او داحساس ژبه ګونګى ده
د ژوند په لار مو داسې پر ازغنې لارې يون دى
هر اه زمونږ له درده هره ساه زمونږ سلګى ده
اى هسكه داسې نه چې د شكوې خوله مو خلاصه
د نورو واړو جوړه زمونږ ورانه دنياګى ده
چې خداى خبر به كله تر خپل بخته پوري رسي
د زړه ډولۍ كې ناسته مو د هيلو ناوكئ ده
د كومې يوې شهيدې به تر پزې ځړيدله
پرته يې خړه پړه نن په خاورو كې نتكئ ده
اقباله ځان ورك نه كړې لا خو وخت دى ورته پاتې
غزل دې لا ګلاب نه دى غزل دې لا غوټئ ده