2020-09-21
زه ستا په مخ د اوښکو سپين رخسار ته نه شم کتې
ددې سپيرۀ ګـــــلشن سپـــــــيرۀ بـــهار ته نه شم کتې
دا څه راتل شول انتظار د دار پــــــــه ســــــــر اوخــتو
بس دی په طمع د راتلو دې لار ته نـــــــه شـــــــــم کتې
څومره مستۍ دي ميکده کې خنداګــــانـــــې کيږي
صبر مې لوټ شو د پيالو کړنګار ته نه شـــــــم کتې
وخت رانه غواړي تقاضې د ژوندون نــــــــوې نـــوې
نور ستا د زلفو الوول خامار ته نـه شــــــــم کـــــــــتې
په ملا خو نيم شوم نور مې څــــه له رنځوۍ زخمونو
زه خو اوس ړوند يمه خپل يو پــــرهار ته نه شم کتې
دا چې وراتۀ شول اؤ ورتيــــــــږي انتـــقام دڅــــه دی
د محتسب د ستم دې انــــــــګار تـــــــه نـــــه شم کتې
اوس دې مثال دومره نازک شو لکه نــــرمـــه شيشه
د بنګړو بار شوې زه خو نور دې بار ته نه شـــــم کتې
سترګې په بډه کړم که حـــق اووايـــــــم څــــــه اووايم
بې لوظه ستا دې کاغذي روزګـــــــار تـه نه شم کتې
ارمــــــــانـــــــي ځـــان ته ډېر ډېر اوګورم خندا راشي
د خپل ريښې ريښــــــې ګرېوان يو تار ته نه شـم کتې