غزل

2020-09-21

ستا د يو مسکي نظر کتو ته فـــــکر وړې يـــــــــم 
 زه د خپل زړګي دې درزيـــــــــــــدو ته فکر وړے يم 
  
 اور دې د ښائيست په مخ لمبې د حسن بلې کړې 
 زه خو ستا د زلفو دې لوګو تــــــه فکــــــر وړې يم 
  
 ما چې به رحصت د جدائۍ له تـــــــا نــــــه اخستو 
 ستا هغې وړو وړو سلګو تـــــــه فــــکر وړې يـــــم 
  
 نه وائې په ژبه د خپـــــــــل زړۀ خبــــــــــرې نه وائې 
 خدائېګو ستا دې شونډو رپيدو ته فکر وړې يم 
  
 کاڼي راپسې رغړي چې کوم خوا تـــــه روان يــمه 
 اے قسمته ستا اودۀ کيدو تــــــــــه فکــــــر وړې يـم 
  
 نه پوهيږم اے مينې دا کوم مــــــقام ته راغــــــــلمه 
 زه د خپل ګريوان شلو ټوټو ته فـــــــکر وړې يـــــم 
  
 هر ساعت په دې تمه کې اوسې چې راځي به نن 
 اې ارماني ستا دې تلوسو ته فـــــــکر وړې يـــــم