غزل

2020-09-21

لاره د ســـــتړو هــوســـــونو وهي ســـــتړى نفس
په ژوندي تن كې مې اوســـېږي لكه مړى نفس


زمـــــونږه كلي كــــې هر چا لكه چې مينه كــــړې
د اســــــــــوېلي په رنګه اخلي هر وګـــــــړى نفس


لكه د دار تر ســـيوري لاندې چې تل ســـا اخلم
چې تر مــــــرۍ مې رارســــــــــېږي لكه پړى نفس


سـتا د راتلو او تلو تر منځ يوه شـــېبه ديدن مو
لكه د ژوند او مرګ تر منځه وي نيمګړى نفس


دومره په زغرده راته مه وايه چې ســـا دې باسم
دا واك د هغه دى چې چــا مـــــــاته راكـړى نفس

۲۸ – ۵ – ۱۳۸۳ لمريز
بغلان