2020-09-21
څـــــنګـــه وســـوځــم زه هـــر ځل په کتو ستا
لـــوغـــړن د کـــړم د سپين مـــخ پـه لمـبو ستا
د اغـــــزو پـــه بـسترو مــې عــــمر تېــر شــــــو
کشکـــې يــو وار وی ويده په مړوندو ستا
پــــه کــږو کــــتل د پــــام کــــــوه جــــــانــــانـه
ژوبــــــل ژوبـــــل زمـــا زړه شـــو په کتو ستــا
تور ځنځير د دواړو پښو مې نصيب مه شه
تـــل چې غوږيمه وشرنګ ته د بنګړو ســتا
نـن د نه پرېږدم چې سپينه خوله را نــه کړې
تـېروتــلی دی ( مـــنګل) تل په وعـــدو ستا
١٩٩٣ \١\٣ هالن