رنګين ماښام

2020-09-21

څـــــــه زړه وړونــکی اورنــــــګين غوندې مـــــــاښام دی
يـــــــــو خوا څنګ کې مې جانان دی بل ډک جـــــــام دی
 
 
پـــه دې دواړو کـــــې به کــــــوم يـــــــو خــــــــــــــوښــوم زه
يــــــو خـــــــــوا مـــــسته مــيخانه ده بل ستا بــــــــــام دی
 
 
د زاهـــــــد پـــــه  په خـــوله تر اوســـــه يــــــــم بــې ليارې
شـــــــراب ټــــول خـــــــــــــــوري هسې نوم زما بدنام دی
 
 
زمــــــــــانې ربـــانـــــــدې وکـــــــــــــــړې هــسې چـــــــارې
ګــــــهيــز لاس کــــې مې تسپې وي مــاښام جــــــــام دی
 
 
زه ( مـــــــــــــــنګل) د يــــار بــــــدخــــــوی نـه ګيله من يم
دی ښـــــکـــــنځل کـــــــــړي مــــــــــــا خو ده لره سلام دی
١٩٩٣\٦\٢٢ هالند