غزل

2020-09-21

 اشنا ولی دی دشنو بنګړو شرنګ نــــــشته

موده وشوه چی د دوو سترګو جنګ نـــــشته

 

د ليلا زړګې به خلاص شي له غــــــــمـــونــــو
له ډير وخته د مجنون په سر سنـــــــګ نشته

 

په تياره ماښام سوال مه کـــــــــــــوه سوالګره
روژه دارو ته د دی خـــــــــولـــی قلنګ نشته

 

د اوږو د ســــــــر يــــــــــو دوه ځونډې را ليږه
هســـــــــکه غاړه کی می بوې د لونګ نشته

 

ســــــاقي دا محفل يـــــــــــــوازی شو درپاتی
درنــــــــه لاړمـــــــــــــــه جانان غنم رنګ نشته

 

ستا د مړو سترګو بستر کی هوسا پروت يم 
پری پــــــوهــــــــــــيږمه مجال د پالنګ نشته

 

د خيالۍ رخســـــار ديدن کچکول کی ورکړه
شيرولي غــــــــونـــــــــدی عاجزه ملنګ نشته