موری زما ای مهربانی موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
زه چی ماشوم زه چی ماشو مه اومه
زه چی وړوکي او وړوکی اومه
څنګه په ناز د لوبولمه زه
څومره په ناز دی ښکلولمه زه
خو بيا زه هم پر دومره نه پوهيدم
چی زه د مينه يمه
ماسره مينه لری
او مابه بيا وژړل
تا به سر کړو را پورته زه به د بيا لو کړم
په الاهو الاهو او د اوږو په ټپا
که به ارامه شومه
ته به ارامه هم وی
که به می لږ بدن کی درد پيدا شو
تا به تمامه شپه په درد تيره کړه
راسره ويښه به وی
کله نا کله چی به ډيره وی بۍ خوبه مورې
چی به زما په ژړا پوهه نشوې
پلار به می ورو له اخوا وسکونډلی
ته به را ويښه شولې
بيا به د غيږی ته نيزدی کړمه زه
بچيه اوخوره لورې اوخوره کنه
لکه چی بيا د نس خوږيږې راته
درته می نه ويلې چی مخوره خاوری
مخوره خاورې
خير دې سبا به د ډاکټر ته بوزم
خو ته لږ صبر وکړه
لږ په ارام شه ګرانه
لږ په ارام شه ګرانې
خو څه وخت وروسته مورې
چی دمکتب دتلو شوم
دښوونځي دتللو
سهار به زه په خواږه خوب ويده اوم
او ښوونځي ته به می زړه نه کيدو
تابه ورو ورو په خندا پاڅولم
پياله د چاي او يوه غوړه ډوډې
په لاس ولاړه به وی
بيا به د ويلی راته
پاڅه بچيه چی ((احمد)) شی راته
پاڅه بچيه چی ((ميرويس)) شی راته
پاڅه بچيه چی ((خوشحال)) شی راته
پاڅه بچيه چی ((اکبر)) شی راته
پاڅه لور جانی ((ملالۍ))شه راته
پاڅه لور جانی ((زرغونه))شه راته
پاڅه لور جانی چی((ناهيد))شه راته
پاڅه لور جانی نړې وزنګوه
پاڅه لور جانی نړې وزنګوه
څه پيرزونی لرې ګرانی موری
څه لوريېنی لری ګرانی موری
موری زما ای مهربا نی موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
درنه بښنه غواړم
تانه بښنه غواړم
که زه زلمۍ شومه
او پيغله شومه
خو بيا ته هم ارامه نشوی موری
تا به څارلمه زه
تابه پاللمه زه
تا به زما د کاميابې دعاوی
تا به زما د سوکالې دعاوې
په پټه خوله په چپه خوله مورجانی
په پنځه وخته په لمانځه کولی
خو بيا زه هم پر دومره نه پوهيدم
نوی ځوانۍ وه بس د چرګ ځوانۍ وه
نوی ځوانۍ وه د خروش دوران ؤ
د ليونتوب دليونتوب دوران ؤ
خو اوس تانه بښنه غواړم ګرانی موری
ای پښتنی ای مهربانی موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
اوس زه اولاد لرم بچيان لرم
دتا له زړه نه راغلم
دتا له زړه پوهيږم
اوس می بچيان راته لالا نارې کړې
اوس می بچيان راته دادا نارې کړې
اوس می بچيان راته نارې کړې موری
اوس می بچيان کړی راته نارې ادی
خو ته خوږه کلمه
هاغه پسته کلمه
راته راناری کړی بچيه راشه
راته راناری کړی لورجانی راشه
ماته را ياد کړی بيا هغه ماشوم توب
په سپينه ږيره ځان وړوکې کړمه
او انتظار کړمه دا ستا د مينی
ګوندی په سر می بيا را وکاږی لاس
چی لاس راوکاږی ارامه شمه
بيرته وړوکی شم اوستا سينی ته ځان وړاندی کړم
خير که می ږيره سر سپين شوی موری
پر دومره نه پوهيږم
راسه تل اوسه دتل لپاره
اوس دی دنيا ا قيمتۍ هستۍ زه ښه پيژنم
راسره تل اوسه دتل لپاره
درته زارې کړم موری
دا سوال می اومنه ته
دشيرولي بيچاره
داننواتی موری
ای مهربانه موری
ماته د ټول جهانه ګرانی موری
درنه بښنه غواړم
تانه بښنه غواړم