غزل

2020-09-21

پــه اداګــانـو ، ســــتـرګكـــــونـو ، اشــــــارو ولاړ دى
والله د ښكلـو ژونـد خـو ټول بــس پـر نخـرو ولاړ دى

زمـا لـه زړه نـه خـو دا ســتا غـمـونـو جـوړ كـړ كابل
اوس نـو پـرې ځکه (ســوله ســـاتى) د پـردو ولاړ دى

څـو بـه مـو نـورو تـه وي سـترګې د امـېد نـيـولــې
كلـه بـه وايـو چـې هـــېواد مــو پـر پــښو ولاړ دى

هـسـې چـټـي تـرېـنـه دا خــلك د خـوښـۍ تـمـه کــړي
د عـاشـقـۍ ژونـدون خــو ټـول پــر انـدېـښـنو ولاړ دى

د نـنـګـــرهار ګلاب ، زمــا زړه او انــار د كــنـدار
درېواړه وياړي چې يې رنګ ستا پر لېمو ولاړ دى

شېخه ! چې ولې مونږه تاته چندان ښه نه ښكارو؟
د خداى طاعـت لكـه چـې ټول بس پـر تسپو ولاړ دى

ګلـمـخې! راشـه مـسافـر يار دى خـداى بيا راوستو
ورك فضـلـيار دې د ګــودر پـر څنډو شـنـو ولاړ دى