غزل

2020-09-21

پـرېږده ستا پـه سـينه خـور لكـه ټيكرى شم
د دې غـيرو خـلكو سـترګـو كې اغــزى شــم

سـتا لـومړۍ خـندا شـپېلۍ د اسـرافـيل وه
يو ځل بيا وخـانده شاباس چې ژونـدى شم

سـپېلنــى يـــم خــو د ښكلــو وچـــكالـي ده
ربــه ! يـو ښكلـى پـيدا كـړې چې لوګى شم

لـېونـى شـــم پـه ځنځــــير نـه ســـړى كـــېږم
خو چې يو سـوك د يـار وخـورم نو سـړى شم

سل ګـيلې او زر غوښتنې مې وي زړه کې
خـو چې تاتـه درنـژدې شـم نو ګـونګـى شم

د ماشوم غـوندې مې نـور غـېږ كې وانخلې
راځه تـه غـېږې تـه راشـه چې زلـمى شــم