2020-09-21
د سپېدو زړګی چې
وچوي لمبې پورته کړي
د تورو شپو ګناهګار
چې د وجدان څپېړو
مخ وي سور کړى ورته
د خپلو شومو جناياتو ياد يې
له خو به ويښ کړي بې ارامه يې کا
په خو بولو سترګو
لمر د ژوندون له ډاره
خپلې زرينې وړانګې
اوبي ، څادر جوړوي
د شوم هوس تيارې رانغاړي په کې
له شرمه ډکې سترګې
بيدې دنيا ته ګوري
خوچې په ځان ډاډه شي
پوه شي چې پټ حالونه
هغسې پټ پاتې دي
په بې حيا خندا دنيا ويښه کړي
له دروغجنې څېرې
يې د رڼا لښتي راوبهېږي
خودا رڼا تته وي
٭
لکه سرمست او بې پروا زلمی چې
خپل حريفان يې ګونډه کړي وي ټول،
د غرمې لمر هم د اسمان لمن کې
داسې يوازې په خندا ولاړ وي
په ټول جهان پورې ملنډې وهي
هم يې رڼا ډېره وي
هم يې تودوخه شته وي
خو
د غرمنو لمرونو
وړانګې بې رنګه ښکاري
په کې د پټې دوۍ خوند کله شته!
٭
د سر ګردانو منډو ترړو وروسته
د مازديګر د لمر ښکلا بېله وي:
هغه د خپلو نا مرادو هيلو
مړه کالبوتونه او بې روحه تنې
طلايي وزمو تابوتو کې نغاړي.
هغه د مرګ بې انتها لمن ته ،
لکه زلمی مين چې
د اشنا غېږ ته ورځي
په ټينګ تکل هسې بې ډاره درومي
بيا يې لا هم له حياناکو سترګو
د موسکا ګانو سېلاوونه څاڅي.
٭
د هندوکش شهبازه
ستا زورورو وزرو
د هسکو غرونو او ژورو درو
د اسمانونو ورېځې وڅيرلې،
ستا خو نړو منګولو
د ډېرو زرکو بڼې وشيندلې ،
ته له غروره ډک وې
ته به خپلواک ګرزېدې ،
تا ازادي له پاچاهۍ نه لا هم ښه ګڼله
د تا سهار او غرمې
هم دا دي تېرې شولې
د مازديګر په لمبو
د تا زړګوټی هم کباب ښکارېږي
تا پاچاهي په ازادۍ ورکړله،
تاته د بل حکم زندان ښکارېده !
ښه شو چې نن دې د سيندونو بتې
هغه قوي منګولې
په نا اشنا لومو کې بندې کړلې
ستا له مغرورو وزرو
يې د پرواز هوا هم ووېستله !
٭
د هندوکش شهبازه
زما مغروره اشنا
دغه هم زده کړه ګوره:
ازادي تر پاچاهۍ لا تېری کاندي
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
بيا هم کله هسې ښه زندان پيدا شي
چې زرګونه ازادۍ دې ترې قربان شي
۱۲ / ۲ /۱۹۸۳