په وبا اخته ځناور

2020-09-21

ژان دو لافونتېن (۱۶۲۱ – ۱۶۹۵) / ژباړه : نجیب منلی


داسې رنځ چې وېره، ترهه ترې خپرېږي
داسې رنځ دی چې د خدای د قهر نخښه
پیدا شوی د دنیا د بدکاریو و سزا ته
اوس یې نوم درته اخلم، دا وبا ده
چې په ورځ کې هدیرې شي ډکولای
د ځنګله پر ځناورو یې اور بل کړ.
مرګ یې نه و خو دوی ټول په رنځ اخته وو
د تبا ژوندون له پاره د خوراک له هڅې پاتې
اشتها نه وه ورپاتې.
نه لېوانو نه ګیدړو
بې ګونا ښکارونه څارل.
د کوترو جوړې بېلې
مینه نه وه، ښادي نه وه.
د ځنګله باچا شورا راوغوښتله
وی یې وروڼو دا کړاو مو
خدای زموږ د ګناهونه په بدله کې رالېږلی
نو راځۍ چۍ څوک په موږ کې ګناهکار وي
هم هغه دې ځان قربان کړي هیله شته ده
چې نور ټول به له دې قهره په امان شي
په تاریخ کې داسې ډېرې پېښې شوې
چې وګړي خپل ژوند ښندي.
راځۍ، ځان غولول پرېږدو خپل ضمیر ته نظر وکړو
په اخلاص خپل ګناهونه را ښکاره کړو.
ما د نفس نغوته منلې
په سلګونو بې ګناه پسان مې شومه د خپل نس کړل
هغوی ما ته ضرر نه و رسولی، نه یې بد راته کتلي
دا لاڅه چې شپون مې هم ورسره وخوړ
که د تاسې پرې رضا وي
زه به خپل ځان قرباني کړم ، خو زه وایم
چې زما په څېر هر یو خپل ګناهونه
رابرسېر کړي، ځکه عدل
دغه وایي چې تر ټولو ګناهکار دې قرباني شي.
ګیدړ وویل سلطانه، ته زموږ مهربان مشر
څنګه دا وړې خبرې ګونا بولې
دا بې کاره مېږې، ګډې
بې له دې چې ته یې وخورې د څه ښې دي؟
دا ګونا نه ده سلطانه، تا و دوی ته
افتخار دی وربخښلی چې له ستوني دې تېر کړي
د شپون نوم چې تاسې یاد کړ
تر دې لاسخته سزا پرې د ختو وه
چې بې واکه ځناور یې تر ولکې لاندې راوستي.
د ګیدړ وینا ته ټولو ځناورو
د تمجید چکچکې وکړې.
د پړانګانو، د یږانو او د نورو زورورو
ناکردې ټولې معاف شوې
ان تر دې چې خوشې سپي هم
د پاکانو په حساب شول
د خره وار شو، وې یې لږلږ مې یادېږي
د ملا صاحب پټي و ، شنه واښه وو
زه هم وږی، ښه موقع وه ، شیطان هم و لمسولم
نو څو ډکي مې هغه ځای کې په خوله کړل
حق مې نه و چې دا کار مې هلته وکړ.
په یو غږ د ځنګله واړو اوسېدونکیو
تو لعنت پر ظالم خره کړل
یو لېوه چې په وینا تر نورو ښه و
دا ثابته کړه چې خر باید قربان شي،
دا مردار، دغه بې رحمه، د ځنګله له پاره شرم.
د هغه وړه خطا د جزا وړشوه
د پردي پټي واښه خوري، څه بد کار دی،
له مرګ پرته دې ګونا ته
بله هېڅ سزا نه ښایي.
مطلب دا که زورور یې
قضاوت به دې تک سپین کا، که نه تور