غزل

2020-09-21

عشقــه ښه ګورې، پرهـرونو نـه، چـې جوړ دى زړه مې

 چـې مېـلمـانه لـري نو مـه وايه، چـې سوړ دى زړه مې

اوبــه اوبــه خـو بـس جـــانـانـه يــو پــــــه تـا پســې دى

كنــه غـــــــمــونـــو د دنيـــا تــه خــو كــروړ دى زړه مـې

ورتــــه د ډار او د ديـــــــــوانــــو كـيســـې نــه كـــومــــه

هســې نــه ويــې وهـــي وېـره لا خو ووړ دى زړه مـې

خلك دا وايــي، چــې اخــــر كــې هرڅــه زړه ووهــــي

يو څوك خو ودې وايي ماتــــه عشق نه موړ دى زړه مې

منــم چـې سپيــن وېښتــه په ږېــرې وېــرولــى يــمـــه

خــو بــدره دا منـــلى نـه شمــه چــې زوړ دى زړه مـې

۱۳۸۸،۶،۲۲