2020-09-21
عشقه بلا دې واخلم
مينه كې تا سره مې ځان ورك كړى
رانه جانان ورك شوى
***
كله ماشوم چې وم
وركوټى ومه
چې به يوازې چېرته وخوځېدم
په نيمه لار به لار شوه وركه رانه
او ځاى په ځاى به كرار ودرېدم
چې به مې وليدل څوك
ورو ورو لمن مې د ژړا نيوله
د چا به زړه راباندې وخوږېده
راته يې لار ښودله
***
كله چې كټ مې د خوب
د كلا څنګ لويې دېرې ته وويست
تر نيمې شپې د پاڼو شور كې ورك وم
او د همدغه شور په لېچو به مې سر اېښوده
يو وخت خوبونه رانه
د چا د دوه سترګو د ياد كوترو
وزرو كې ونغاړل دورې دورې شول
چې بيامې و نه ليدل.
ما مې خوبونو پسې
ان په تورتم كې د شپې
د شوګيرونو لاره ونيوله
له ګړنګو پسې واوښتلم
او هسې ستړى ستومان
كټ ته د خوب په مينه وختلم.
***
همهغو شپو ورځو كې
ياد كې د هغو سترګو
له ځانه ورك شوم پسې
داسې يو ورك
چې به ويلې مې دا
خو كله كله به د درد لاسونه
په پرهرو به مې راتېر شول د زړه
او په يو داسې غږ يې
زما د زړه غوږونه ونازول:
له هغې شپې نه وروسته
هغه
غږ
او زه اوس هره شېبه
په هغه غږ پسې يم
ورپسې ورك يمه زه
داسې يو ورك، چې ورك په وركو كې يم
***
سلام
سلام
عشقه سلام مې پر تا
درځنې پته غواړم
راته جانان وښايه.