2020-09-21
يو اشنا درپېژنمه
چې له خپله ځانه ورك دى
سخته ډېر نه شي زغملاى
په خوى كروړ په زړه نازك دى
***
هره ساه يې مينه مينه
ژوند يې مينه كې اغإلى
چا له مينې دى پوښتلى
زړه يې لاسو كې نېولى
***
نه په ژوند نه يې په خوند دى
د ښكلا په يوه شرنګ دى
مينه مينه مينه غواړي
له بې مينې ژونده تنګ دى
***
كمزوري يې بله نشته
بس يو دا چې خالي لاس دى
كوم قوت چې ځان كې ويني
هغه مينه او احساس دى
***
د جانان په تصور كې
كړي د مينې ماڼۍ جوړه
غلى غلى ځانته ژاړي
شي اوبه له سينې كروړه
***
ملګري او مينه پالي
ورته ګرانه يارانه ده
چې كوم يار خوشاله ويني
وايي مينه همدغه ده
***
پرون وسو نن سوځېږي
د ده برخه سوځېده دي
ازادي ازادي وايي
خو لاسونه يې په خوله دي
***
د چا اوښكې راشي غم نه
ځانته ګوښې بې وسۍ نه
د ده سترګې شې را ډكې
اشنا ډېرې خوشالۍ نه
***
چې دا خپل زړګى تسل كړي
كله كله توري نغاړي
د شعر پېغله كړي راخپله
مينه مينه ورنه غواړي
***
بدر ژر د پېژندو دى
نه غږېږي نه د كار دى
طبيعت كې نازك رنجه
زېړ په رنګ په وجود خوار دى
1380-11-3