د زړونو پيغام

2020-09-21

کاش په اسمان مې سېل د زاڼو ويړ وزر پيداشي
سکڼيو پېغلوته بيا روڼ ښکلی ګودر پيداشي
تنکو ځوانانو ته د لوبو د غوايمنډ دپاره
د ابادۍ او سولی ډک زيېړ مازديګر پيداشي
چې پسرلئ شي د غاټولو خولې په ميو سرې شي
زموږ د وينو له جباړو ښه ثمر پيدا شي
وزيرۍ ښکلې جګی بياڼی کړي نېزو ته ماتې
د رزمک ژڼو ته مږوي نېزې ډګر پيدا شي
چې تر اټکه د افغان په ننګ بيا ملا وتړي
په ګرد افغان کې د پښتو داسی اثر پيداشي
چې تر مروتو، تر خټکو يوسفزو راجګ شي
چې د مومندو اپريدو ځوږ په خيبر پيداشي
د هندوکش بلبلی ځالی کړي د سوات په باغ کې
سواتي هېلۍ ته په آمو باندی لنګر پيداشي

چې د کابل کجير کشمير او خراسان دواړه ويني
د پروازونو مزل بيا داسی ښه بر پيداشي
خدايه ! دا ستا د عدالت په درکې برخه راکړې
چې دې بې سره بنده ګانو ته دې سرپيداشي
چې د زمان د استکبار دپو کڼو غوږو ته
د افغانانو د پيغام کوم پيغامبر پيداشي
چې ورته ووايي مکه چېر ترکستان چېری دی
منزل يې کوږ دی له کږې لاری به شر پيدا شي
دلته شملې، څنۍ لوېدنی احساسات خوټوي
له پاريدلو غيرتونو به ضرر پيدا شي
د حورو پېغلو د حياء لمنی ولی ګوري
ميوند به هرځای،له ملالو به لښکر، پيداشي
که دې د سرو غومبسو منج ټوپکي وبڼول
بيا به رغون ته نه اودې نه به ډاکټر پيدا شي
چې دا ملي غازيان په ځان پسی راوپاروې
بيا به په هر ځای لتابند يا به ژور پيدا شي

کوڼ به دې خود کړي بيا زما د خلکو شرنګ د توری
که ټول ټبر ته د رزمونو ګډ سنګر پيداشي
افغان چې مل وي ګټور دی راشه مل مې کړه ځان
راکړي زخم ته مرهم شه چې باور پيدا شي
رندان ، شيخان ، ټول په دوعا يو بيا رغن خوځښت ته
له خدايه (ج) غواړو چې وسي مل دسفر پيدا شي
راځه کاروان ته مې شه څورئ رانه وړئ ځواک مې بېرته راکړه
بيا دې په شاوخوا ګاونډ کې کوم څوک نر پيدا شي
شوخ ملنګان يو کلئ کړئ شو د خانانو سره
د ګډو ګټو پېژندو ته که هنر پيدا شي
خو که زما د ړنګی کړيې چرګۍ واک ته غل يې
نو بې له شکه به دې سرته بل اکبر پيدا شي
په دې جوس کې جبرائيل په بسم الله کوزيږي
په بې رواجه وحيې هرچاته منکر پيدا شي
دلته د مځکی د خدايانو ځنی کرکه کيږي
د کبرجن جنت پرېږدي چې خپل سقر پيداش

دلته پښتو د پېغلو شال دی د ژڼکو شمله ده
د افغانيت له دوښمنۍ نه به محشر پيدا شي
چې کاږه راشي او کاږه ګوري ړنديږي دلته
راتلل خو بد وي مګر تلل ورته بدتر پيدا ش
وياله، راټينګ کړه دا وحشي کاوبای چې غوږ ونيسي
په تورغوږۍ کې به موږ ټولو ته خطر پيداشي