2020-09-21
کچکول په غاړه درشم خو ســـــــــــوالــــــونـــه رانه هېر شي
وعدې مې که په زړه وي خو وخـــــتونه رانه هېــــــــــــر شي
د ژوندمقصدمې بس لکه چې ستا تــــــــــــرکـــــوڅی تګ دی
دا ستا د عرش په وره کـــــــــــې جنـــــــــــتونه رانه هېر شي
که در د جوس باغ ته شـــــم امېل چې درته جـــــــــــــــوړ کړم
د مخ په ننداره دې شم ګـــــــــــلـــــــونه رانـــــــــــه هېر شيٍ
تر ژيو سره شراب وي ستا د شنــــــــــــــــډو پــــــــه پيالوکې
ساقيه، په کتودې شم غړپـــــــــــونــــه رانـــــــــــــه هېر شي
په خوب کې دې چې ووينم خــــــــــــــــــؤرې پرېشانی څڼيې
کودې يې کړم چوټي ته خو بــــــــــــــــــيا ولونه رانه هېر شي
چې روح ته په لاس ور شــــــــــــــم درولي مې پټی سترګی
ستا ړنګ خړه ګي کلي تـــــــــه قصرونه رانه هېـــــــــــر شي
درغلئ په ګيلو وم زړه غـــــــــــاښــــــــــــونــــــه درته چيچي
پايښت دې په مسکاشي بس جنـــــــــــګونـــه رانه هېر شي
ماښام چې ستا د ښکليو اندېـــــــــــــښنو په غېږ کې پرېوځم
وطنه په پسولل دې شم خــــــــــوبـــــونه رانه هـــــــــېر شي
د خيال په تکشنه خوست کې چې په خپل پټي کې لمونځ کم
سجدو کې دې مخ ښکل کـــــم خو خـــــالــونه رانه هېر شي
بېلتون دې زما ويال ژوند څومره مړاوئ انــــــــدېښمــــــــن کړ
ماضي مې شي فخرونه شته غمونه رانــــــــه هــــــــېر شي
مېډاوېل- لندن
اګسټ ۲۰۰۸