ترتڼی

2020-09-21

ټول هوسونه به در جار کــــــــــم کـــــــــــــه دې خپله کمه
سترګی به ستا د مـــــــــــخ دربــــــار کم که دې خپله کمه

چې[ خؤری ؤری ](۱) ګڼ ووربل ته دې غنچې غنچې شي
هــــر يـــــو[ سنګېړ ] بــــــه دې ګلزار کم که دې خپله کمه

خيال مـــــــــې تـــــــــل  ستا په ګوړګوتو څڼو لاسونه وهي
ږمنځ بيې په ګوتو هـــــــــــــــر  سهار کم که دې خپله کمه

 چې په  [وېړو]، په ديوالـــــــــــو، پـــه کــرښو بېل نه شو بيا
غبرګ مړوندونه به دې هار کـــــــــــــــــم کــه دې خپله کمه

دمحبت په سجدو کې  به دې  دومــــــــــــــــــره ښــکل کم
چې سپين [ ووټي ] دې سره انار کم کــه دې خپــــــله کمه

ستاجنتي سکڼښت به لـــــــــــــــراوبـــــر يو ښکلی باغ کم
دا زوړ خزان به ځوان بهــــــار کم که دې خپــــــــــــــــله کمه

[درمې ]د درګو  به  دې  سپيــــــــــــــن ګيـــډي ګلونه  کمه
وچ  خړ رزغي به  دې  پربار  کم  کــــــــــــــــه دې حپله کمه

[ کـڼــي  ](۳)، کڅونه  به  دې ډک کړم له شنـــــکيو [ اوبرو ]
[خؤړی ](۲)  به ډکی په سپېدار  کم  که دې خپـــــــــله  کمه

ستا تکشنه [  بړنګ ] څړموني  او  زېيړ  طــــــــلايي مني  به
په ګړد عالم کې  بيا نامدار کم  که دې خـــــــــــــــــــپله  کمه


ستا په لمنی چا  سپکـــــــــــــــسرو جــــــــــواري  کړيې  ده
واپس به  باخت د هر قيمار  کم  که دې خپــــــــــــــــــــله کمه

د ځان بېټۍ دې  صدقه کړې اميــــــــــــــــــرانـــــــــــو په  تخت
شهره به  هر ستا ګناهکار  کم که دې خپـــــــــــــــــــــــله کمه

ستا د لمنی په بايلو مې  پګړۍ ړنګه  پـــــــــــــــــــرتـــــــــــــه
سم به په سر  شمله  دستار کم که دې خپله کـــــــــــــــــــمه

ستا له ټــټــر به د نيواک  خپسی  جـــــــګی  کـــــــــــــــــــمه
کفر به ستا هر  رنګ ازار  کم کــــــــــــــــــــه دې خپـــــله کمه

چې ورانوي د انګېرنو افــــــــغــــــاني  ښــــــــــــــــــــــکلاوې
عجم، عرب  به  توبه ګار  کــــــــــــــــــــم کـــــه دې خپله کمه

ستا ددې سترې خېلخانې دهريو زړه بــــــــــــــــــــــــــه ساتم
فتنې به شنډې د اغيار کم که دې خـــــــــــــــــــــــــــــپله کمه

ستا پر لمن به ټول قضاء لمــــــــــــــــــــــــــنځـــــــونه وګرځوم
شکر به سر د کردګار کم که دې خــــــــــــــــــــــپله کــــــــمه

زماخوږې [ ترتڼ  ترتڼـی ](۴)  ژوبلی ړنګی مـــــــــــــــــــــېنې
په وصلتو به دې سينګار کم که دې خپــــــــــــــــــــــــــله کمه
 
پډينګټڼ  ــ   لندن 
۱۰ /  ۴ / ۲۰۰۸
ويــيــنــی  :
(۱)=  خ ؤه رې  ؤه رې
(۲)     =       خ ؤه ړې
(   ۳   )=      که  ڼي
(۴)=  تر  ته  ڼــې