2020-09-21
وخت لکه سکندر ، لکه چنګیز
لکه تیمور لکه دنورو یر غلګرو
تاراجګرو په شان
زما دزړه دکور حرم باندی یرغل کړې دی
اوغضبناکو تو پانونویې
لړزولې
دزړه ستنې
راته.
* * *
ځکه اوس هره ګړې هره لحظه
زما دزړه له کوره
دځوانیمرګو ارمانونو جنازې ځي
دهدېری
په
لوري .
۱۹ /۹/۱۳۷۲