له ختیزه تر لویدیزه

2020-09-21

کږ لیچه دژوند لار مې

غزیدلې له   ختیزه تر لویدیزه

له څلویښتو میلو زیاته

پلې لاره مې وهلې

اندیښنو پیټي مې شاته

پښې پلې پزې روان یم

نه پو هیږم چیرته درومم

خپل سفر ته ډیر حیران یم

*      *      *

کله وړاندی ته لږ زیر شم

کله کله شاته ګورم

کله بیا د پښو لاندې

په سوچونو حال ته ګورم

کله ویره له راتلونکی ؟

کله حال ته په ژړا شم

کله یاد راته ماضي شي

په رنځونو مبتلا شم

  *      *     *

یو ځای وینم نرې تللې

بل ځای وینم لاره پلنه

ټوله ډکه له اغزیو

هم اغزنه هم شګلنه

هر رباط کې تیندکونه

هر قدم کې یې دامونه

یو خوا ډانګ بل خوته پړانګ دی

ویروي مې کړي ګواښونه

خو  ددې سره سره هم

ستړی نه یم پری روان یم

نه پو هیږم چیرته درومم

خپل سفر ته هک خیران یم

۵ / ۳  ۱۹۹۳

مسکو